کوهلي: ژوند کې زیات ځلې ډيپریشن سره مخ شوی یم | خبریال

کوهلي: ژوند کې زیات ځلې ډيپریشن سره مخ شوی یم

کریکبال وېبپاڼه- د هند کرکټ ملي لوبډلې کپتان ویراټ کوهلي پخپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي،کله چې په ۲۰۱۴ کال انګلستان سفر کې په منډو جوړولو کې ناکامه شو،نوموړی له ژور خفګان او ډیپریشن سره مخ شو.

د ویراټ کوهلي په وینا یادو سیالیو بیخي ذهن ور خراب کړی وو او همیشه به یې د یوازیتوب احساس کاؤه.

نوموړي وویل،دا یوازې هغه ندی چې ډیپریشن سره مخ کیږي،بلکې د نړۍ هر کرکټر چې له داسې سخت حالت تیریږي،حتما له دماعي ستونزو سره مخ کیږي.

د یادونې وړ ده چې ویراټ کوهلي په ۲۰۱۴ کال انګلستان سفر کې پدې نه وو توانیدلی چې ټیسټ سیریز کې نیمه سلیزه جوړه کړي.

نوموړي په یاد سفر کې تر ټولو ډیرې منډې په یوه لوبه کې ۳۹ جوړې کړي وې.

پنځه ځلې نوموړی په یادو ټیسټ لوبو سیریز کې پدې نه وو توانیدلی چې (۱۰) منډې هم جوړې کړي.

خو وروسته د اسټرالیا په سفر کې نوموړي خپل فوم ښکاره کړ او ۶۹۲ منډې یې جوړې کړې.

” کله چې د انګلستان په وړاندې منډو جوړولو کې ناکامه شوم،یوازیتوب احساس مو کاوه.داسې څوک نه وو چې ما د زړه راز ورسره شریک کړی وای او هغه څخه مو لارښوونې ترلاسه کړي وای.بعضې وخت انسان له سخت کړاو او ستونزو سره مخ کیږي.دا د ژوند پړاونه دي.شاید ځینې لوبغاړي میاشتې او کالونه هم له ډیپریشن سره مخ شي،شاید ځینې په یوه فصل کې مخ شي.اکثره وخت داسې کارونه ستاسو په کنټرول کې نه وي.”

کرکټ کې یوازینی لوبغاړی کوهلي ندی چې له ژور خفګان سره مخ کیږي.لدې وړاندې ځینې اسټرالیاوي،انګلینډي او افریقايي لوبغاړي هم له ورته ستونزو سره مخ شوي دي.

ویراټ کوهلي اوسمهال احمد آباد کې دی،نوموړی د انګلستان په وړاندې د دریمې ټیسټ لوبې لپاره چې د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه پیلیږي تیاری نیسي.

د هند او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د څلورو ټیسټ لوبو سیریز لومړی لوبه انګلستان او دوهمه بیا هند ګټلي ده.دواړو لوبډلو ترمنځ د سیریز روانه لړۍ تراوسه برابره روانه ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ