شهزاد:که چانس راکړي اوس هم لوبو ته چمتو یم | خبریال

شهزاد:که چانس راکړي اوس هم لوبو ته چمتو یم

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ویکټ ساتوونکی لوبغاړی محمد شهزاد محمدي وایي،که چیرې په ملي لوبډله کې چانس ورکړل شي،اوس هم چمتو دی چې د افغانستان لپاره لوبې ترسره کړي.

“زما زړه اوس هم غواړي چې د افغانستان لپاره لوبې ترسره کړم.د زمبابوې په وړاندې سیریز هم دی،که دوی هر وخت چې دوی ملي لوبډله کې ځای راکړي،زه چمتو یم چې د افغانستان لپاره لوبې ترسره کړم.”

شهزاد محمدي د وخت یو بهترین لوبغاړی وو،د نوموړي د ښو کارکردګیو په اساس افغان کرکټ ملي لوبډلې ټیسټ غړیتوب ترلاسه کړ.

شهزاد وایي،لکه څنګه چې افغانستان په شل اوریز او پنځوس اوریز پارمټ کې غښتلی لوبډله ده،همداشان به په ټیسټ کرکټ کې هم یوه غښتلي لوبډله پاتي کیږي.

“زه غواړم چې افغانستان لکه څنګه چې په شل اوریز او پنځوس اوریز پارمټ سیالیو کې پرمختګ کړئ،همداشان په ټیسټ کرکټ کې هم پرمختګ وکړي.”

شهزاد همداشان وویل،که چیرې نوموړي ته په نورو سوداګریزو لیګونو کې د لوبو چانس برابر شي،چمتو دی چې پکې ولوبیږي.

شهزاد محمدي په ۲۰۱۷ کال کې د ای سي سي لخوا د کلینبیټرول په نوم غیر قانوني مادې کارولو له کبله د ای سي سي لخوا یو کلن بندیز سره مخ شوی وو.

شهزاد محمدي ته په ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې هم ځای ورکړل شوی وو،خو د جام په نیمایي کې نوموړی لدې کبله چې ګواکې ټپي دي،له انګلستان راستون کړل شو.

د راستانیدو وروسته نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې وویل،چې هغه ټپي شوی نه وو،خو په زور د لوبډلې څخه وویستل شو.

د نوموړي یادو څرګندونو وروسته کرکټ بورډ په نوموړي یو کلن بندیز ولګوه.

شهزاد د افغانستان لپاره وروستۍ لوبه په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې د سریلانکا خلاف ترسره کړي وه.

شهزاد وایي،په ژوند کې ستونزې وي.خو زه که هر ځای ووم،کرکټ ته به دوام ورکړم.

“په ژوند کې مشکلات وي،کله چې ښه کارکردګي ونکړې،لوبډلې به کیښنول کیږې.د هغه څیزونه دي چې ستا په کنټرول کې دي.ما اوس دا زده کړې چې څنګه معامله ورسره وکړم.زه غواړم چې هر ځای ووم له کرکټ کولو خوند واخلم.”

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ