زمبابوې لوبډله اماراتو په لوري را روانه شوه | خبریال

زمبابوې لوبډله اماراتو په لوري را روانه شوه

کریکبال وېبپاڼه- زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې د دوو ټیسټ او درې شل اوریزو لوبو د ترسره کولو په موخه له زمبابوې هیواد څخه د اماراتو په لوري را روانه شوه.

زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې دغه پنځلس کسیزه لوبډله د ایتوپیا هوایي شرکت له لارې د روبرټ موګابي هوایي ډګر څخه را روانه شوه.

د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د سیریز پیل له ټیسټ لوبو پیل شي.

ټاکل شوي د زمبابوې او افغانستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړی پنځه ورځنۍ ټیسټ لوبه به د مارچ له دوهمې پیل او د مارچ تر شپږمې به دوام وکړي.

دوهمه ټیسټ لوبه به د مارچ په ۱۰مه پیل او د مارچ تر ۱۴مې به دوام وکړي.

له ټیسټ لوبو وروسته به د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ پیل شي.

لومړی شل اوریزه لوبه به ۱۷م،دوهمه به په ۱۹م او دریمه لوبه به د مارچ په شلمه نېټه ترسره شي.

که څه هم افغانستان د ټیسټ لوبو لپاره خپله نوولس کسیزه لوبډله اعلان کړې.خو لا هم افغان کرکټ بورډ پدې ندی توانیدلی چې خپلو لوبغاړو ته د اماراتو ویزې ترلاسه کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ