مایکل کلارک:سمېت شاید د کمه بیې له کبله ای پي ایل پریږدي | خبریال

مایکل کلارک:سمېت شاید د کمه بیې له کبله ای پي ایل پریږدي

کریکبال وېبپاڼه- د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان مایکل کلارک په ای پي ایل سیالیو بولي کې د سټیو سمېت په کمې بیې اخیستلو سره حیران شوی او ویلي یې دي چې شاید سمېت د کبې بیې له کبله ای پي ایل سیالیو کې ګډون ونکړي.

سټیو سمېت د راجستان رویلز لوبډلې کپتان پاتي شوی او یادې لوبډلې په ۲۰۱۸ کال ای پي ایل کې په دوولسم نیم کروړه پیسو له ځان سره ساتلی وو،خو په ۲۰۲۰ کال ای پي ایل کې د ښه فوم او کارکردګۍ نه کولو له کبله یادې لوبډلې نوموړی خوشی کړ،خو په ۲۰۲۱ کال ای پي ایل بولي کې چې د پنجشنبې په ورځ ترسره شوه،نوموړی په (۲،۲) کروړه هندۍ کلدارې د ډهلي کېټلز لوبډلې لخوا واخیستل شو.

د مایکل کلارک په وینا سټیو سمېت د ویراټ کوهلي په څیر یو له هغو درې پیاوړو لوبغاړو شمیرل کیږي چې په ټاپ پوزیشن قرار لري او دومره ټېټه بیه د نوموړي شان سره سمون نه خوري.

” زه منم چې په ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالیو کې د هغه کارکردګي د راجستان لپاره ښه نه وه،مګر نوموړی له ځینو ټپونو سره مخ وو چې له کبله یې هغه ښې لوبې ونشوې کولای،خو په اوسنی بولی کې نوموړی په ډیره ټېټه بیه اخیستل شوی چې دا زما لپاره د حیرانتیا خبره پدې ده،چې هغه یو کپتان او ښه لوبغاړی پاتي شوی.شاید سمېت هم د کمې بیې له کبله ای پي ایل کې لوبې ونکړي.”

د مایکل کلارک د یادو څرګندونو په اړه سمېت تراوسه څه ندي ویلي.ږ

دا پداسې حال کې ده چې د ای پي ایل نیلامۍ کې اوټ فوم اسټرالیاوی لوبغاړی ګلین مکسویل له لس کروړه په لوړه بیه د بنګلور لوبډلې لخوا واخیستل شو.

ای پي ایل نیلامۍ کې څو افغان لوبغاړي هم وړاندې شول،چې له جملې څخه یې یوازې مجیب پدې وتوانیده چې د حیدراباد لوبډلې لخوا په یو نیم کروړ واخیستل شي.

ټاکل شوي چې څوارلسم پړاو ای پي ایل سیالۍ به د اپریل په لومړی اوونۍ کې پیل شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ