احسان ماني:که هند ویزې ورنکړي،نړیوال جام ځای بدلوي | خبریال

احسان ماني:که هند ویزې ورنکړي،نړیوال جام ځای بدلوي

کریکبال وېبپاڼه- د پاکستان کرکټ بورډ چیرمېن احسان ماني په لاهور کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي،که چیرې هند د ویزو لیکلی تضمین ورنکړي،دوی به پوره هڅه وکړي چې له هند څخه نړیوال جام اماراتو ته انتقال کړي.

احسان ماني وویل،مونږ نه یوازې د هند څخه د ملي لوبډلې لپاره لیکلی تضمین غواړو،بلکې د خپلولو مینه والو لپاره هم د ویزو تضمین ترې غواړو.

“مونږ نه یوازې دا چې د ملي لوبډلې لپاره د ویزو لیکلی تضمین غواړو،بلکې خپلو مینه والو ته د ویزو تضمین غواړو.”

احسان ماني وویل،کرکټ نړیوالې شورا ته یې هم خبر ورکړئ،تر څو د مارچ تر ختمیدو پورې دوی ته د هر څه په اړه وضاحت ورکړي،کنه مونږ به د نړیوال جام ځای اماراتو ته په بدلولو کې هڅه او فشار وراد کړو.

ټاکل شوي چې د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام به د اکتوبر او نومبر په میاشت کې په هندوستان هیواد کې ترسره شي

احسان ماني زیاته کړه،که هند سیالۍ هم ورسره ونکړي،بیا هم نورې لوبډلې شته چې له دوی سره سیالیو ته زړه ښه کوي او همداشان نړیوال کرکټ هم اوس پاکستان ته بیرته راستون شوی دی.

احساني ماني همداشان د اسټرالیا لخوا سویلي افریقا ته د سفر په لغوه کولو خواشیني څرګنده کړه.

نوموړي وویل،که څه هم چې انګلستان کې کرونا ویروس ډیر زیات هم وو،خو سره ددې بیا هم دوی یاد هیواد ته د سیالیو سفر وکړ.

اسټرالیا هم باید د سویلي افریقا سفر نه وی لغوه کړئ او له له دوی سره یې سیریز ترسره کړی وی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ