نبي د پي ایس ایل لومړی لوبه کې زبردسته لوبه وکړه | خبریال

نبي د پي ایس ایل لومړی لوبه کې زبردسته لوبه وکړه

کریکبال وېبپاڼه- د پاکستان سوپر لیګ شپږم پړاو تیر ماښام په یوې لوبې پیل شو،چې د محمد نبي اړوند کراچۍ کینکز لوبډلې په اسانۍ سره د قیس احمد اړوند کویټه ګلډیئټرز لوبډلې ته ماتي ورکړه.

کویټه ګلډیئټرز لوبډلې د لومړی توپ وهنې په کولو سره ونشول کولای چې پوره شل اورونه ولوبوي او یاده لوبډله په (۱۸،۲) اورونو کې په ۱۲۱ منډو وسوځیده.

د کویټه ګلډیئټرز لوبډلې له لوري توپ وهنه کې کریس ګېل یوازې زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی وو.

نوموړي په ۲۴ توپونو د ۲ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته (۳۹) منډې جوړې کړې.

اعظم خان (۱۷) او قیس احمد بیا د یوې شپږیزې او یوې څلوریزې په مرسته په ۱۳ توپونو (۱۶) منډې جوړې کړې.

د کراچۍ کینکز لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې ارشاد اقبال ښه توپ اچونه ترسره کړه.

نوموړي په څلورو اورونو کې ۱۶ منډې ورکړې او (۳) ویکټې یې ترلاسه کړې.

په نورو توپ اچوونکو کې وقاص مقصود (۲)،محمد عامر،ډنیال کریسچن او عامر یمین (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

محمد نبي بیا په ننۍ لوبه کې اورونه ترسره نه کړل.

ټاکل شوی هدف د کراچۍ کینکز لوبډلې لخوا د لوبې په ۱۴م اور کې د درې لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او په اوو ویکټو یې بریا خپله کړه.

د کراچۍ کینکز له لوري توپ وهنه کې بابر اعظم (۲۴) جو کلارک (۴۶) او افغان الراونډر محمد نبي عیسی خېل بیا زبردسته لوبه ترسره کړه.

نوموړي په ۱۴ توپونو (۳۰) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

د هغه په توپ وهنه کې درې شپږیزې او دوه څلوریزې شاملې وې.

د سیالۍ غوره لوبغاړی ارشاد اقبال ونومول شو چې درې ویکټې یې ترلاسه کړي وې.

د کراچۍ کینکز لوبډلې کپتان عماد وسیم وویل،محمد نبي ځکه توپ اچونه ترسره نه کړه،چې ویشتنځای د هغه لپاره مساعد نه وو او همداشان مونږ د توپ اچونې په برخه کې ډیر توپ اچوونکي درلودل،له همدې کبله هغه ته اړتیا پیدا نشوه.

ټاکل شوي چې نن به پدې لیګ کې دوه لوبې ترسره شي چې لومړی لوبه ماسپیښین په یوه نیمه بجه د لاهور قلندرز او پشاور زلمي لوبډلې ترمنځ ترسره کیږي.

دوهمه سیالي به بیا د ماښام په شپږ نیمو بجو د اسلام اباد یونایټېډ او ملتان سلطانز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ