راشدخان:په مټو کې زور لرم،ځکه شپږیزې وهلی شم | خبریال

راشدخان:په مټو کې زور لرم،ځکه شپږیزې وهلی شم

کریکبال وېبپاڼه- راشدخان یو ځل بیا خپله وړتیا نړیوالو ته وښوده او دا ځلې یې پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د خپلو مټو زور ښکاره کړ او دده بهترینې توپ اچونې او توپ وهنې په مټ لاهور قلندرز لوبډلې پخپله لومړی لوبه کې بریا خپله کړه.

پاکستان سوپر لیګ چې د راشدخان لپاره لومړی ځل دی چې پکې لوبه کوي.نوموړي وکولای شول چې پخپلې لومړی لوبه کې خپله وړتیا هم وښيي.

نوموړي لومړی په توپ اچونه کې ښکلي او د پام وړ کارکردګي ترسره کړه.که څه هم چې هغه کومه ویکټ ترلاسه نکړه،خو پخپلو څلورو اورونو کې یې داسې توپ اچونه ترسره کړه،چې نه پرې شپږیزې،نه پرې څلوریزې او نه پرې درې او نه پرې ډبل منډې جوړې شوې.خو یوازې یې سینګلې ورکړې.

نوموړي څلورو اورونو کې ۱۴ منډې ورکړې او کومه ویکټ یې ترلاسه نکړه.

پشاور زلمي لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو شل اورونو کې (۱۴۰) منډې جوړې کړې او ۱۴۱ منډې هدف یې لاهور قلندرز لوبډلې ته ورکړ.

د لاهور قلندرز له لوري توپ اچونه کې شاهین شاه ښکلي توپ اچونه ترسره کړه او نوموړي څلورو اورونو کې یو مېډن اور (۱۴) منډې او (۳) ویکټې یې ترلاسه کړې.

ټاکل شوی هدف د لاهور قلندرز لوبډلې له لوري د لوبې په ۱۹م اور کې د راشدخان د هیلوکپټر شاټ په شپږیزې سره د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او په ۴ ویکټو یې بریا خپله کړه.

د لاهور قلندرز لپاره میچ بدلوونکی لوبغاړی راشدخان وو،چې په ۱۵ توپونو یې (۲۷) چټکې منډې جوړې کړې.

نوموړي توپ وهنه کې (۳) څلوریزې او یوه شپږیزه شامله وه.

د سیالۍ غوره لوبغاړی شاهین شاه افریدي ونومول شو چې (۳) ویکټې یې ترلاسه کړي وې.

د لوبې وروسته راشدخان پخپلو خبرو کې وویل:”ډیر ښه احساس کوم.خو تر ټولو ښه څیز دا وي چې بیټ سره یې پای ته وراسوې.ما هم نن ورځ فرصت ترلاسه کړی وو او غوښتل مو همداسې چې د ټورنمېنټ د پیل لوبه په بریا سره پای ته وراسوو.زه د هر قسم شاټ پوره صلاحیت لرم،په مټو کې مو زور او قوت شته دی او کولای شم چې بونډرې څخه په اسانۍ توپ واړوم. مګر یوازې توازن ساتلو او اصلاح ته اړتیا لرم.هو لږ څه هیلوکپټر شاټ وو.”

“پدې ویشتنځي توپ اچونه اسانه نه وه،خو ما هڅه وکړه چې لاین او لین سره توپ اچونه ترسره کړم او له زیاتو منډو ورکولو څخه ساتنه وکړم.زه د خوښۍ احساس کوم چې د پي ایس ایل په لومړی لوبه کې ښه وځلیدم او لوبډله مو بریا ته هم ورسوله.پي ایس ایل زما لپاره لومړي ځل تجربه وه.”

د یادونې وړ ده چې راشدخان شاید د یوې بلې لوبې وروسته بیرته د اماراتو په لوري روان شي او هلته به د زمبابوې په وړاندې سیالیو کې برخه واخلي.

د راشدخان زیاتره خارجي مینه وال وایي،چې نوموړی زیاتره وخت خپلې لوبډلې هم په توپ وهنې او هم په توپ اچونې کې یوه قوي پوزیشن ته ورسوي او وروسته ترې خپلو لوبو ته ستون شي.

قلندرز هم هغه لوبډله ده چې څو ورځې وروسته به د راشدخان له خدمت څخه بې برخې شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ