بالر نه یې که ولې ونه اخیستل شوې! | خبریال

بالر نه یې که ولې ونه اخیستل شوې!

کریکبال وېبپاڼه- شل اوریز پارمټ سیالۍ زیاتره داسې تصور کیږي چې دا د توپ وهونکو یا بېټسمینانو پارمټ مساعدې لوبې وي،خو مونږ ولیدل چې د ای پي ایل وروستی بولي پړاو کې د توپ وهونکو په نسبت د توپ اچونکو تقاضا زیاته وه.

یوه لوبډله هم د بالرانو او یا توپ اچونکو په اخیستو کې زړه نا زړه نشوه او اکثره پیسې یې د هغوی په اخیستو مصرف کړې.

ان په تیر پړاو ای پي ایل بولي کې اسټرالیاوی چټک توپ اچونکی پاټ کمېنز په ۱۵ کروړه د کلکتې لوبډلې لخوا واخیستل شو.خو په ۲۰۲۱ کال کې سویلي افریقایی کریس موریس تر ټولو په لوړه بیه (۱۶،۲۵) کروړه هندۍ کلدارې د راجستان رویلز لوبډلې لخوا واخیستل شو،چې د خبرونو سر ټکی هم جوړ شو.

د ټولو بولي پړاونو ترڅنګ یو هم انګلستانی لوبغاړی سام بېلینګز وو،چې په ۲ کروړه قیمت سره یې ځان ثبت کړی وو.

لومړی راونډ د بالرانو وو،زیاتره پکې بالران واخیستل شول،خو کله چې سام بېلینګز په لومړي راونډ کې د کومې لوبډلې وانخیستل شو.

بېلنګز ملګرې هغه ته د پیغور په ډول ویلي وو،چې بالر نه یې که ولې ونه اخیستل شوې!

بېلنګز پخپل ټویټ کې ولیکل:”زما ملګرې سارا هم راته وکتل او راته ویې ویل چې ایا ته بالر نه یې او که ولې وانخیستل شوې؟”

څو شیبې وروسته ای سي سي پخپله پاڼه بېلنګز ته په ځواب کې د هغه د بالینګ کارکرګۍ خپارې کړې.

بېلنګز بیا په ځواب کې ځواب ورکړ،چې شاید لدې وروسته لیګ سپین بالینګ شروع کړم.

خو انګلستانی سام بېلینګز په بل پړاو کې د ډهلي کېپټلز لوبډلې لخوا واخیستل شو او نوموړي هم په اخیستل کیدو خوښي ښکاره کړه.

“خوښ یم چې بیرته له هغې پخوانی لوبډلې سره یو ځای شوم،چې ما د ای پي ایل کیریر له همدې لوبډلې پیل کړی دی.ډیر زیات خوشحاله یم چې بیرته به له رشاب پنټ،شریاس ايئر سره یو ځای شم.زما خپل د لوبډلې دوه غړي کریس ووکس او ټام کرن هم له یادې لوبډلې سره دي.”

ټاکل شوي چې ای پي ایل سیالۍ به د اپریل په لومړی اونۍ کې پیل شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ