راشدخان د سارا ټایلر وړاندیز ومانه! | خبریال

راشدخان د سارا ټایلر وړاندیز ومانه!

کریکبال وېبپاڼه- راشدخان هغه څوک دی چې د نوم سره یې هر څوک آشنايي لري او نوموړی په نړیواله کچه ستر شهرت لرونکی لوبغاړی اوسمهال شمیرل کیږي.

راشدخان چې تیره شپه یې په لومړي ځل پاکستان سوپر لیګ سيالیو کې لوبه ترسره کړه،هم یې په توپ وهنه او هم یې په توپ اچونه کې خپله وړتیا نړیوالو ته وښوده.

راشدخان په یاده سيالۍ کې لومړی څلورو اورونو کې ۱۴ منډې ورکړې او کومې شپږیزې او یا څلوريزې هم پرې ونه لګیدې.

وروسته چې کله نوموړی توپ وهنې ته راښکته شو،جالب شاټ یې د لوبې ګټلو شاټ وو،چې په هیلوکپټر شاټ سره یې لاهور قلندرز لوبډلې ته په څلورو ویکټو بریا خپله کړه.

د نوموړي وروستۍ شپږیزې شاټ پداسې انداز وهل شوی وو،چې د ټولو پام یې ځانته را اړولی وو.

د یاد شاټ وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د راشدخان ستاینې دوام لري.

یو لدې جملې څخه د انګلستان ښځينه کرکټ ملي لوبډلې پياوړي لوبغاړې سارا ټایلر وه،چې له راشدخان څخه یې د یاد شاټ د زده کړې غوښتنه وکړه.

سارا ټایلر پخپله ټویټر پاڼه د راشدخان د هيلوکپټر شاټ د شپږیزې ویډیو هم خپره کړي ده او ورسره لیکلي یې دي «ماته یې هم را زده کړه»

راشدخان یې هم په ځواب کې ورته لیکلي چې ډاډه اوسه،زه یې درباندې زده کوم.

راشدخان په شل اوریزو سيالیو کې په نړیواله کچه شهرت ترلاسه کړی دی او په لیګونو کې یې د پام وړ لوبې ترسره کړي دي.

راشدخان په ۴۸ شل اوریزو لوبو کې د افغانستان لپاره ۸۹ ویکټې ترلاسه کړي دي.

راشدخان په ای پي ایل سيالیو کې بیا له سنرایرزرس حیدراباد لوبډلې سره دی او د یادې لوبډلې په ګټه نوموړي ۶۲ لوبې کړي او ۷۵ ویکټې يې ترلاسه کړي دي.

له بلې خوا سارا ټایلر په یو ورځینیو لوبو کې د انګلستان لپاره (۴۷۵۴) منډې جوړې کړي دي او په شل اوریزو لوبو کې د څه باندې درې زره منډو په جوړولو سره د  انګلستان لخوا دوهمه زیاتې منډې جوړونکې لوبغاړې ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ