سریلانکا لوبډلې ته بل زیان | خبریال

سریلانکا لوبډلې ته بل زیان

کریکبال وېبپاڼه- د سریلانکا کرکټ ملي چټک توپ اچونکي لاهیرو کمارا ویسټ انډیز ته له روانیدو وړاندې د هغه د کرونا ټیسټ پایله مثبته ثابته شوې او پدې سره به نوموړی د ویسټ انډیز په دوره کې د ملي لوبډلې سره نه وي.

لاهیرو څخه تیره ورځ د کرونا سمپل اخیستل شوی وو او نن یې پایله هم مثبته ښکاره شوه.

د نوموړي پر کرونا د اخته کیدو خبر سریلانکا کرکټ بورډ پخپله یوې اعلامیه کې ورکړی دی.

“د سریلانکایي لوبغاړو د PSR پایلې وروسته معلومه شوه چې پکې د لاهیرو ټیسټ مثبت وتلی.سریلانکایي لوبغاړي به نور په نورمل ډول د روغتیا وزرات لخوا ورکړل شوي پروتوکولونو په اساس خپل پلان مخته وړي.”

ټاکل شوي چې سریلانکا کرکټ ملي لوبډله به سبا د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه د دوو ټیسټ،درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو لوبو لپاره ویسټ انډیز هیواد ته روانه شي.

د دوی ترمنځ به د سیریز پیل د مارچ دریمې نېټې پیل چې د اپریل تر دوهمې نېټې به دوام وکړي.

واس به د لوبډلې سره د بالینګ د روزونکي په توګه مل وي.

واس د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې لپاره په ۱۱۱ ټیسټ لوبو کې ۳۵۵ ویکټې اخیستي دي او همداشان یې په ۳۲۲ یو ورځنیو لوبو کې ۴۰۰ ویکټې ترلاسه کړي دي.

دواړو لوبډلو ترمنځ به د دوو ټیسټ لوبو لومړی لوبه د مارچ په ۲۱مه او دوهمه به یې بیا د مارچ په ۲۹مه نېټه ترسره شي.

سریلانکا کرکټ ملي لوبډله هم د پخوا په څیر غښتلي نده او پدې وروستیو کې د انګلستان لخوا پخپل کور کې ماته شوه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ