سریلانکايي روزونکي حساس وخت کې له دندې استعفاء ورکړه | خبریال

سریلانکايي روزونکي حساس وخت کې له دندې استعفاء ورکړه

کریکبال وېبپاڼه- د سریلانکا کرکټ ملي لوبډله په ډیر سخت حالت کې پاتي شوه او د یادې لوبډلې د بالینګ د برخې روزونکی چامینډا واس په ناڅاپي توګه له خپلې دندې استعفاء ورکړه.

نوموړي پداسې مهال له خپلې دندې استعفاء ورکړه چې ټاکل شوي سبا به سریلانکا کرکټ ملي لوبډله د یوه میاشتني اوږد سفر لپاره ویسټ انډیز هیواد ته روانه شي.

چامېنډا واس د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې یو ډیر تجربه کاره لوبغاړی او مشاور روزونکی پاتي شوی.

د نوموړي په نشتون کې به سریلانکا کرکټ ملي لوبډله له یو ستر زیان سره مخ شي.

که څه هم تراوسه ښکاره نده چې ولې چامینډا واس پداسې ناڅاپي وخت له ندې استعفاء ورکړې.خو داسې ویل کیږي چې نوموړي به د معاش د ستونزو له کبله خپله دنده پريښودلي وي.

ټاکل شوي چې سریلانکا کرکټ ملي لوبډله به د ویسټ انډیز په سفر کې دوه ټیسټ،درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

سریلانکا لوبډله پداسي وروستي سیریز کې له میلمه انګلستان کرکټ لوبډلې څخه له سترې ماتي سره مخ شوه.

انګلستان کرکټ ملي لوبډله اوسمهال په هندوستان کې له هند لوبډلې سره په سیالیو بوخته ده.دواړو لوبډلو ترمنځ لومړی ټیسټ لوبه انګلستان او دوهمه سیالي بیا هندوستان ګټلي ده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ