کریس ګېل پاکستان سوپر لیګ پريښود | خبریال

کریس ګېل پاکستان سوپر لیګ پريښود

کریکبال وېبپاڼه- د سترو شاټونو شهرت لرونکي لوبغاړي کریس ګېل پاکستان سوپر لیګ سیالۍ پريښودې او نوموړی د سریلانکا په وړاندې سیالیو کې د ګډون لپاره ویسټ انډیز ته روان شو.

کریس ګېل چې د کویټه ګلډیئټرز لوبډلې سره یو ځای وو.نوموړي په ۴۰ توپونو ۶۸ منډې جوړې کړې،خو لوبډله یې ونشول کولای چې کریس ګېل ته د خوښۍ په موخه وروستۍ لوبه وګټي.

کویټه ګلډیئټرز لوبډله په تیرې شپې لوبه کې د راشدخان اړوند لاهور قلندرز لوبډلې لخوا په نهو ویکټو له سترې ماتي سره مخ شوه.

راشدخان په توپ اچونه کې د ۳۰ منډو په بدل کې یو لوبغاړی سوځولی وو.

کویټه لوبډلې لدې وړاندې لومړی لوبه کې د اتلوالۍ دفاع کوونکي لوبډلې کراچۍ کینکز لخوا له سختې ماتي سره مخ شوي وه.

کریس ګېل وویل:”دا ډیره خواشینوونکي ده چې زه پي ایس ایل سیالۍ پریږدم.ما غوښتل چې ټولې پي ایس ایل سیالۍ ولوبوم.ښې لوبې پکې وکړم او مینه والو ته یو څه خوښي ورکړم.مګر ومو نشول کولای چې ټول لیګ ولوبوم.”

“دوه ماتې مونږ نه غوښتل چې داسې وشي.خو اوس د ټورنمېنټ لومړی مرحله ده او مونږ غواړو چې بیرته قوي واوسو.”

کریس ګېل د لاهور قلندرز لوبډلې خلاف د نیمه سلیزې جوړولو په اړه وویل:”مونږ غوښتل چې ښې منډې جوړې کړو،خو ویکټ ورو وه او ښه بیټینګ نه پرې کیده،بله دا چې د لاهور قلندرز لوبډلې بالرانو په ښه لاین سره بالینګ وکړ او مونږ ۲۰ اضافي منډې ترلاسه نه کړې.”

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ