سرنډیپ سینګ:کوهلي هغه شان ندی،لکه خلک چې فکر کوي | خبریال

سرنډیپ سینګ:کوهلي هغه شان ندی،لکه خلک چې فکر کوي

کریکبال وېبپاڼه- د هند کرکټ ملي لوبډلې مشر سلیکټر او پخوانی لوبغاړلوبغاړی سرنډيپ سینګ وایي،ویراټ کوهلي هغه شان بد اخلاقه او غصه ناک شخص ندی،لکه څنګه چې خلک تصور کوي.

نوموړی وایي،ویراټ کوهلي چې زیاتره وخت د لوبې پر میدان یا د فیلډ پر مهال په غصه ناک سټایل کې کې ښکاري او خلک فکر کوي چې نوموړی به د فیلډ د باندې هم،همدغه شان وي،داسې نده.

د سرنډیپ سینګ په وینا ویراټ کوهلي یو خوشحاله کس دی او ان یو ډیر میلمه پاله شخص دی.

سرنډیپ زیاتوي،کله چې د نوموړي کور کې میلمه وو،ډیر حیران پدې شو چې هیڅ نوکر یې نه درلوده او میلمانو ته هر څه پخپله له میرمن سره یو ځای تیاروي.

د سرنډيپ په خبره چې هر څه وغواړي هغه یې درته تیارولی شي.

“د هغه په کور کې هيڅ خدمتګار نشته.جالبه دا ده چې هر څه وغواړې،هغه یې د میرمن سره په ګډ کار هر څه درته تیاروي.ویراټ کوهلي هر وخت له تاسو سره کیني،ناسته او ولاړه درسره کوي او ان د ماسختن ډوډۍ ته هم درسره یو ځای ځي،ګپ شپ درسره لګوي.”

سرنډيپ په وینا،ویراټ کوهلي یو ښه غوږ نیونکی شخص دی.کله چې د ټیم مېټینګ یا ناسته وي.یو یا یو نیم ساعت درسره کیني.

سرنډيپ سینګ زیاته کړه،خلک باید ویراټ کوهلي ته یو بد رویه کوونکي شخص په توګه ونه ګوري او کله چې هغه د فیلډ پر مهال غصه وي.علت یې دا دی چې مسؤلیت ورته تر غاړې وي.

۴۱ کلن سرنډيپ سینګ د هند کرکټ ملي لوبډلې لپاره پنځه یو ورځنۍ او درې ټیسټ لوبې کړي،چې درې او لس ویکټې یې پکې اخیستي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ