ګریس ګېل وروسته راشد خان هم پي ایس ایل روان شو | خبریال

ګریس ګېل وروسته راشد خان هم پي ایس ایل روان شو

کریکبال وېبپاڼه- د ویسټ انډیزي مشهوره لوبغاړي کریس ګېل وروسته راشدخان دوهم لوبغاړی شو چې پاکستان سوپر لیګ سیالیو څخه رخصت اخلي.

کریس ګېل تیره شپه د خپلې لوبډلې ګویټه ګلډیئټرز په ګټه نیمه سلیزه جوړه کړه،خو لوبډلې یې لوبه د راشدخان اړوند لاهور قلندرز لوبډلې ته په نهو ویکټو بایلوده.

په یاده لوبه کې کریس ګېل د راشدخان په توپ سره بولډ اوټ شوی وو.

له بلې خوا قلندرز لوبډلې د راشدخان په شتون کې د سر دوه لومړی لوبې سر په سر وګټلې چې راشدخان په لومړی لوبه کې په څلورو اورونو کې ۱۴ منډې ورکړي وې او همداشان یې په ۱۵ توپونو ۲۷ چټکې منډې هم جوړې کړي وې.

راشدخان د وروستۍ سیالۍ ترسره کولو وروسته نن ورځ د عربي اماراتو په لوري روان شو.

نوموړی به د زمبابوې خلاف په دوو ټیسټ لوبو کې د ملي لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړي.

اماراتو ته د روانیدو خبر پخپله راشدخان په ټویټر پاڼه ورکړئ.

نوموړي د لاهور قلندرز لوبډلې له ټولو مینه والو څخه مننه کړې چې د هغه ملاتړ یې کړی.

نوموړي مینه والو ته ډاډ ورکړی چې راتلوونکي پي ایس ایل سیالیو کې به هم لوبیږي.

“ډیر ژر پي ایس ایل پریږدم.او زه باید د خپلې ملي لوبډلې سره یو ځای شم.د لاهور قلندرز لوبډلې د ټولو مینه والو، د دوی ملاتړ او مینه څخه ډیره مننه کوم.انشاءالله راتلوونکي کال کې به بیا له تاسو سره وینم.”

د قلندرز لوبډلې مینه وال د راشدخان په تګ خواشیني شوي،خو په ورته وخت کې یې هغه ته د زمبابوې په وړاندې سیالیو کې د ښه ځلیدو غوښتنه کړي ده.

ټاکل شوي چې د زمبابوې او افغانستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د دوو ټیسټ او درې شل اوریزو لوبو لړۍ د مارچ له دوهمې نېټې پیل چې د مارچ تر ۲۰مې نېټې به دوام وکړي.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې ځینې لوبغاړي لا وړاندې اماراتو ته رسیدلي،خو نور یې بیا ویزو اخیستلو ته انتظار باسي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ