اوپل تړانګا له نړیوال کرکټ څخه تقاعدي اعلان کړه | خبریال

اوپل تړانګا له نړیوال کرکټ څخه تقاعدي اعلان کړه

کریکبال وېبپاڼه- د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی او پخوانی اوپنر اوپل تړانګا له نړیوال کرکټ څخه تقاعدي اعلان کړه.

اوپل تړانګا د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې یو له بهترینو اوپنرانو څخه شمیرل کیده او نوموړي وروستی پنځوس اوریزه سیالي د سریلانکا لپاره په ۲۰۱۹ کال کې د سویلي افریقا خلاف ترسره کړي وه.

تړانګا په لومړي ځل په ۲۰۰۵ کال کې د سریلانکا لپاره ټیسټ کرکټ کې راڅرګند شوی وو.د هغې مودې راهیسې نوموړي د سریلانکا لپاره ۳۱ ټیسټ لوبې ترسره کړي وې،چې ۱۷۵۴ منډې یې پکې جوړې کړي وې.

نوموړي په همدې پارمټ سیالیو کې درې سلیزې او اته نیمه سلیزې جوړې کړي وې.

نوموړي وروستی ټیسټ لوبه په ۲۰۱۷ کال کې د هند خلاف په پالکلي لوبغالي کې ترسره کړي وه.

د تړانګا بهترینه لوبه د اوپنینګ په برخه کې له تلکرانتي دلشن سره ترسره کوله او زیاتره وخت به دوی دواړو په اوپنینګ کې خپلې لوبډلې تت یو بریالی پیل ورکوه.

اوپل تړانګا د سریلانکا لپاره ۲۳۵ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي چې په ۳۳،۷۴ ایوریج سره یې (۶۹۵۱) منډې جوړې کړي دي.

نوموړي په همدې پارمټ سیالیو کې ۱۵ سلیزې او ۳۷ نیمه سلیزې جوړې کړي وې.تړانګا په لومړي ځل په ۲۰۰۵ کال کې د سریلانکا خلاف په یو ورځنۍ لوبه کې راڅرګند شوی وو.

نوموړي په یوه لوبه کې زیاتې منډې ۱۷۴ ناسوځیدلي منډې دي او نوموړی دوهم سریلانکایی لوبغاړی دی چې د یوه ورځنیو لوبو په یوه لوبه کې تر ټولو ډیرې منډې جوړوي.

په ۲۰۱۱ کال نړیوال جام پایلوبه کې نوموړي د خپلې لوبډلې لپاره ښه رول ادا کړ،خو لوبډلې یې پایلوبه هند لوبډلې ته بایلوده.

نوموړي په یاد جام کې د درې سلیزو او یوې نیمه سلیزې په مرسته په نهو لوبو کې ۳۹۵ منډې جوړې کړي وې.

نوموړي د سریلانکا لپاره په ۲۶ شل اوریزو لوبو کې ۴۰۷ منډې جوړې کړي دي.

د تقاعد کیدو خبر تړانګا پخپله ټویټرپاڼه ورکړئ او نوموړي ویلي،اوس یې مناسب وخت دی چې نور له کرکټ څخه تقاعد اعلان وکړي او نوموړي د سریلانکا کرکټ بورډ او له خپلو ملګرو،کورنیو څخه مننه کړې چې پدې وخت کې یې د هغه ملاتړ کړی دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ