مستفیظ الرحمان:لومړی مو خپل هیواد او بیا ای پي ایل دی | خبریال

مستفیظ الرحمان:لومړی مو خپل هیواد او بیا ای پي ایل دی

کریکبال وېبپاڼه- د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې کیڼ لاسی توپ اچونکی مستفیظ الرحمان وایي،له هر څه ورته لومړی خپل هیواد مهم دی او چمتو دی چې ای پي ایل سیالیو هم تیر شي.

نوموړی وایي،کله چې د ای پي ایل سیالیو په سر له هغه څخه نړیوالې لوبې پاتي کیږي،راضي ندی چې په ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالیو کې هم ولوبیږي.

د نوموړي څرګندونې پداسې مهال مخې ته راځي چې د یادې لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي شکیب الحسن د لوبډلې نړیوالو لوبو په ځای ای پي ایل ته ترجیع ورکړه او ویي ویل،چې نوموړی به په ټولو ای پي ایل سیالیو کې ولوبیږي.

بنګله دېش کرکټ بورډ که څه هم دواړو لوبغاړو ته په ای پي ایل سیالیو کې د لوبیدو اجازه ورکړې،خو بنګله دېش کرکټ بورډ له یادو لوبغاړو خواشینی دی.

بنګله دېش کرکټ بورډ ویلي،دوی به هيڅ لوبغاړی مجبور نه کړي چې لیګونو یې را وګرځوي او دا په دوی پورې اړه لري چې هر چیرې یې زړه غواړي لوبیدلی شي.

ویل کیږي چې بنګله دېش کرکټ بورډ به په اپریل میاشت کې له سریلانکا سره د ټیسټ لوبو سیریز په لاره واچوي،چې یاد سیریز د هند ای پي ایل سیالیو سره په ټکر کې راځي.

خو مستفیظ وایي،دوی ته د لیګونو په ځای خپل هیواد لپاره لوبې مهمه دي او که چیرې سلیکشن کمیټه ماته په ټیسټ لوبډله کې ځای راکړي،چمتو یم چې له ای پي ایل سیالیو تیر شم.

“زه به هغه څه وکړم چې بنګله دېش کرکټ بورډ یې له ما وغواړي.که چیرې دوی ماته د سریلانکا خلاف په ټیسټ لوبو کې ځای راکړي،زه چمتو یم چې ټیسټ لوبې ترسره کړم.که چیرې دوی ماته په ټیسټ لوبډله کې ځای رانکړي،بیا دوی خپله هم پوهیږي چې زه باید څه وکړم.زما لومړیتوب لومړی خپل هیواد دی،که چیرې سریلانکا خلاف په لوبو کې واخیستل شم،زه به خپله طبیعي لوبه وکړم.”

“کله چې پکې ونه اخیستل شوم،بنګله دېش کرکټ بورډ به ماته خپله هم ووایي،چې تاسو پکې شامل شوي نه یاست.پدې وخت کې به کرکټ بورډ ماته ای پي ایل کې د لوبیدو اجازه راکړي او زه به بیا پکې لوبې وکړم.زه بیا هم وایم چې لومړی به مو خپل هیواد وي او بیا به ای پي ایل وي.”

شکیب الحسن د کلکته نایټ رایډرز او مستفیظ الرحمان بیا د راجستان رویلز لوبډلې لخوا اخیستل شوي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ