ویراټ کوهلي د ډوهني یو بل ریکارډ ماتولو ته نږدې شوی | خبریال

ویراټ کوهلي د ډوهني یو بل ریکارډ ماتولو ته نږدې شوی

کریکبال وېبپاڼه- د هندوستان او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د څلورو ټیسټ لوبو سیریز دریمه ټیسټ لوبه نن چهارشنبه د موټېرا نړیوال کرکټ لوبغالي کې چې د نړۍ تر ټولو ستر کرکټ لوبغالی شمیرل کیږي، ترسره کیږي.

موټیرا لوبغالی چې هند په حیدراباد ښار کې موقعیت لري،د بیا جوړولو چارې یې په ۲۰۱۵ کال کې پیل شوې او اوس یې چارې سرته رسیدلي او نن به د هند او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دریمه ټیسټ لوبه پکې ترسره شي.

موټیرا لوبغالی په ۶۳ جریبه ځمکې جوړ شوی او هر ډول آسانتیاوې لري.یاد لوبغالی د (۱۱۰ زرو) کسانو ځایولو ظرفیت لري.

لدې وړاندې په کرکټ کې د نړۍ تر ټولو ستر لوبغالی د اسټرالیا ملبورن وو چې (یو لک) کسانو ځایولو ظرفیت درلوده،خو د موټیرا لوبغالي په پرانیستلو سره اوس د کرکټ په برخه کې تر ټولو ستر لوبغالی موټیرا لوبغالی شو.

موټیرا لوبغالی بیا په نړۍ کې د شمالي کوریا رنګرادو لوبغالي وروسته دویم ستر لوبغالی شمیرل کیږي.

رنګرادو لوبغالی په نړۍ کې تر ټولو ستر لوبغالی دی او په یوه وخت د (۱۵۰) زرو کسانو ځایولو ظرفیت لري.

د ویراټ کوهلي په مشرۍ کې د هند لوبډله به نن په لومړي ځل په موټیرا لوبغالي کې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

که چیرې ویراټ کوهلي دریمه ټیسټ لوبه د انګلستان څخه وګټي،پدې سره به د ډوهني یو بل ریکارډ هم مات کړي او لومړی کپتان به شي چې پخپله خاوره کې هند لوبډلې ته زیاتې بریاوې ور په برخه کوي.

دواړو ویراټ کوهلي او مهندراسینګ ډوهني هند لوبډلې ته په هند خاوره کې (۲۱-۲۱) بریاوې خپلې کړي او کوهلي ددې چانس لري چې د ډوهني ریکارډ له ماتي سره مخ کړي.

خو پخپله کوهلي ویلي،ریکارډونه هغه ته ارزښت نه لري،بلکې د هند لوبډلې بریاوې ورته ارزښت لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ