نبي:کراچۍ لپاره لوبیدلی زما لپاره ویاړ دی | خبریال

نبي:کراچۍ لپاره لوبیدلی زما لپاره ویاړ دی

کریکبال وېبپاڼه- د کراچۍ کینکز لوبډلې مخکښ افغان الراونډر محمد نبي عیسی خېل تازه پخپلو څرګندونو کې ویلي،پاکستان سوپر لیګ سیالیو د کراچۍ کینکز لوبډلې لپاره لوبې کول د هغه لپاره یو ستر ویاړ دی.

نبي عیسی خېل په وینا پي ایس ایل سیالۍ چې هر کال ترسره کیږي،پدې سره به ځوان لوبغاړي هم ورسره ډیره وده او رشد پیدا کړي.

“ما په لومړي پړاو پي ایس ایل سیالیو کې د کویټه ګلډیئټرز لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړې او ډیر خوند مو ترې واخیسته.دا ځلې دوهم وار پدې سیالیو کې د اتلوالۍ دفاع کوونکي لوبډلې کراچۍ کینکز لوبډلې په استازیتوب لوبیږم،چې دا زما لپاره د ستر ویاړ خبره ده.”

“ددې لیګ څخه به ډیر ښه لوبغاړي راووځي.کله چې پخپل کور کې له یو داسې لیګ څخه ښه لوبغاړي راووځي،پداسې سره لیګ نور هم جالب کیږي.زه باوري یم چې دا لیګ به د دوی په پرمختګ کې زیات کمک وکړي.”

تیره لوبه کې محمد نبي عیسی خېل د کراچۍ کینکز لوبډلې په ګټه د پخواني خپل ټیم خلاف په ۱۴ توپونو ۳۰ چټکې منډې جوړې کړې او خپلې لوبډلې ته یې په اووه ویکټو بریا خپله کړه.

د نوموړي توپ وهنه کې د (۳) شپږیزې او (۲) څلوریزې شاملې وې.

“کراچۍ کینکز اتله لوبډله ده.پدې هیله چې یو ځل بیا ورته اتلوالي وګټو.ما په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کال کې پاکستان کسټمز لپاره لوبې ترسره کړی دي.دا له دوولس کالونو وروسته لومړی ځل دی چې کراچۍ کې لوبې کوم.زه ددغه ښار څخه ډیرې ښې خاطرې لرم.”

محمد نبي عیسی خېل د پاکستاني لومړي وزیر عمران خان سره چې په تیر نومبر کې کابل ته راغلی وو،د هغه سره د ملاقات په اړه وویل:”د پاکستان لومړي وزیر سره یې لیدنه په زړه پورې وه.مونږ له هغه سره غرمنۍ وکړه او یو ځای مو تصویر هم ورسره واخیسته.مونږ له هغه څخه د یوه سیریز غوښتنه وکړه او هغه هم راسره د یوه سیریز ژمنه وکړه.مونږ د یادې ناستې څخه ډیر خوند واخیسته او د کرکټ په مختلفو اړخونو مو خبرې وکړې.”

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ