زمبابې لوبغاړو تمریناتو لړۍ پیل کړه | خبریال

زمبابې لوبغاړو تمریناتو لړۍ پیل کړه

کریکبال وېبپاڼه- زمبابوې کرکټ ملي لوبډله چې د شنبې په ورځ عربي اماراتو هیواد ته را رسیدلي وه،تیره ورځ له قرنطین تیرولو وروسته له هوټل را بهر شوه او د افغانستان په وړاندې د دوو ټيسټ لوبو لپاره یې د تمریناتو لړۍ پیل کړه.

زمبابوې لوبغاړو څخه د قرنطین پر مهال د کرونا ټيسټونه هم ترسره شوي وو،چې د ټولو پایله منفي ختلي وه.

زمبابوې کرکټ بورډ لخوا په یوې خپاره شوي اعلامیه کې ویل شوي،د قرنطین څخه د رابهریدو وروسته یې د لوبډلې ټول غړي خوشحاله شوي او په خوښۍ سره یې د تمریناتو لړۍ پیل کړي ده.

د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې الراونډر سکندر رضا ویلي،خوښ دی چې له درې ورځو قرنطین وروسته یې د تمریناتو لړۍ پیل کړي ده.

نوموړي ویلي،پدې موده کې د ابوظبي ادارې لخوا ورته هر ډول آسانتیاوې هم برابرې شوي دي.

سکندر رضا وویل،خوښ دی چې د ټولو لوبغاړو څخه د ترسره کړل شوو څلورو کرونا ټیسټونو پایله منفي شوي ده.

نوموړي ویلي د افغانستان په وړاندې ټيسټ لوبو ته پوره چمتوالی لري،نوموړي هیله ښودلي چې په یادو سيالیو کې به یې لوبډله ښې لوبې ترسره کوي.

ټاکل شوي چې د زمبابوې او افغانستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د دوو ټيسټ لوبو لړۍ د مارچ له دوهمې نېټه پیل شي.

د ټيسټ لوبو وروسته به د دواړو لوبډلو ترمنځ درې شل اوریزې لوبې هم ترسره شي.

افغانستان کرکټ بورډ لا هم د بې غورۍ له کبله تراوسه د شل اوریزو لوبو لپاره لوبډله هم نده اعلان کړې.

زیاتره افغان لوبغاړي اوس هم د ویزو له ستونزو سره مخ دي،خو ځینې یې لا وړاندې عربي اماراتو هیواد ته رسیدلي دي.

راشدخان چې د پاکستان سوپر لیګ سيالیو کې یې لوبې کولې،تیره ورځ د اماراتو په لوري روان شو.

نوموړي پاکستان سوپر لیګ په لومړیو دوو لوبو کې د پام وړ لوبې ترسره کړي وې.

راشدخان اوس هغه لوبغاړی دی چې په مینه والو ګران دی او نوموړی د مینه والو په زړه کې خاص ځای لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ