کریس ګېل:خوښ یم چې په اوس وخت کې کرکټ کوم | خبریال

کریس ګېل:خوښ یم چې په اوس وخت کې کرکټ کوم

کریکبال وېبپاڼه-
د ویسټ انډیز او افغانستان کرکټ لوبډلو پیاوړي لوبغاړي کریس ګېل او راشدخان د خپلو لوبډلو لپاره د لوبو د ترسره کولو لپاره پي ایس ایل پريښود او له خپلې لوبډلو سره یو ځای شول.

کریس ګېل د پنځلس کلن ځنډ وروسته په لومړي ځل پاکستان خاوره کې لوبې ترسره کړې،نوموړی لدې وړاندې په ۲۰۰۶ کال کې پاکستان ته د سیالیو لپاره سفر کړی وو.

ګېل وویل:”خوښ یم چې په همدې ځانګړي وخت کې هم اوس لوبې کوم.پدې هیله چې راتلوونکي وخت کې حالت نورمل شي،اوس وخت کې مینه وال زیاتره لوبغالو کې نه وي او خلک لوبې د تلویزونونو له لارې ننداره کوي.مګر زه ډاډه یم چې دا سخت حالت به تیر شي او خلک به له نږدې لوبې ننداره کړي.”

کریس ګېل یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې له ۲۰۰ زیاتې شپږیزې یې شل اوریزو سیالیو کې وهلي دي.

۴۱ کلن کریس ګېل د پي ایس ایل په لومړی لوبه کې په ۲۴ توپونو ۳۹ منډې جوړې کړې.

په دوهمه لوبه کې نوموړي په ۴۰ توپونو ۶۸ منډې جوړې کړې.

کریس ګېل په همدې پارمټ سیالیو کې (۱۳۶۹۱) منډې جوړې کړي دي.

راشدخان د پي ایس ایل وروستی لوبې وروسته ویلي وو،غوښتل یې چې ټول پړاو پي ایس ایل ولوبوي،خو د ملي لوبډلې د لوبو له کبله یې ونشول کولای چې ټولې سیالۍ ولوبوي.

نوموړي وویل،په راتلوونکي پړاو پي ایس ایل سیالیو کې بیا هم برخه واخلي.

د کریس ګېل په ځای کویټې لوبډلې د سویلي افریقايي فاف ډوپلیسي سره تړون کړی دی.

نوموړی وړاندې کراچۍ ته رسیدلی دی او اوسمهال قرنطین کې دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ