افریدي لخوا نیوکه،لوبڅاران ولې له لوبغاړو خولۍ نه اخلي؟ | خبریال

افریدي لخوا نیوکه،لوبڅاران ولې له لوبغاړو خولۍ نه اخلي؟

کریکبال وېبپاڼه- د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الراونډر شاهدخان افریدي د کرکټ نړیوالې شورا لخوا له پلي شوو دغو قوانینو څخه خوښ ندی،چې لوبڅاران نشي کولای چې د لوبې پر مهال د لوبغاړي یا بالر څخه خولۍ،عینکې،دسمال،جمپر او نور توکي ونیسي.

د کرکټ په ډګر کې د کرونا وړاندې حالتو کې به چې کله یوه بالر توپ اچونه کوله،خولۍ یا عینکې به یې لوبڅار ته وسپارلې او له هغې وروسته به یې بالینګ کاوه،خو کله چې تیر کال په نړۍ کې د کرونا وبا خپاره شوه،یادې وبا د نورو سپورټونو ترڅنګ کرکټ ته هم زیان واړوه.

کرکټ نړیوالې شورا د کرونا د لیږد د مخنیوي لپاره ځینې قوانین رامخې ته کړل.

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د نویو قوانینو له مخې یو بالر نشي کولای چې بال یا توپ په لاړو لوند کړي.

همداشان یې په لوبڅارانو هم پابندي ولګوله چې د لوبو پر مهال د بالرانو خولۍ یا نور توکي له ځان سره ونه نیسي.

افریدي وایي،لوبڅاران هم د لوبغاړو په څیر ورته قوانینو کې دي،نو دوی ولې بیا د لوبغاړو خولۍ له ځان سره نه نیسي؟

“ګرانې ای سي سي! حیران یم چې ولې لوبڅاران د لوبغاړو خولۍ نه اخلي،پداسې حال کې چې دوی هم د لوبغاړو/منجمېنټ په څیر په ورته ببل کې دي.ان د لوبې وروسته دوی هم د لوبغاړو ته یو ځای لاسونه ورکوي؟”

د کرکټ نړیوالې شورا او همداشان د روغتیایي قوانینو له مخې چې لوبغاړي باید ټولنیز واټن مراعت کړي.

تیره ورځ د هند او انګلستان ترمنځ په دریمه ټیسټ لوبه کې ځینو نندارچیانو د کرونا له پروتوکولونو او لارښوونو سرغړونه کړي وه او د هند کرکټ لوبډلې مشر ته یې د نږدې کیدو هڅې کړي وې.

پخپله ویراټ کوهلي هم په لومړیو کې مینه والو ته نږدې ور روان وو او غوښتل یې چې له هغوی سره سیلفي واخلي،خو وروسته پوه شوی وو چې دا له قوانینو خلاف کار راځي او بیرته ترې لیرې شوی وو.

که څه هم په نړۍ کې د کرونا له کبله محدویتونه شتون لري،خو اوس حالت ورو په ورو عادي حالت ته روان دي او د لوبو پر مهال پنځوس سلنه تماشچیانو ته په لوبغالي کې د لوبو ننداره کولو اجازه ورکول کیږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ