مېچل سټارک د پلار د مړینې له کبله سیالیو بهر شو | خبریال

مېچل سټارک د پلار د مړینې له کبله سیالیو بهر شو

کریکبال وېبپاڼه- د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې نوموتی چټک توپ اچونکی مېچل سټارک د خپل پلار د مړینې له کبله د د اسټرالیا داخلي شیفیلډ شیلډ سیالیو بهر شو.

د مېچل سټارک د پلار د مړینې خبر نیو سوت والز بلو لوبډلې چې نوموړی ورته لوبه کوي ورکړی دی.

یادې لوبډلې په یوې اعلامیه کې د مېچل سټارک د پلار په مړینه خواشیني ښودلې او هغه ته یې تسلیت وړاندې کړی دی.

د مېچل سټارک میرمن او کرکټره الیسه هېلي هم د ښځو لیګ د لوبو بهر شوې او مېچل سټارک سره یو ځای شوې.

د مېچل سټارک پلار د سرطان له کبله خپله مړ شوی دی.

اسټرالیا کرکټ بورډ او د نړۍ ډیرو لوبغاړو د مېچل سټارک د پلار په مړینه خفګان ښکاره کړی.او ویلي یې دي چې پدې غم کې ورسره شریک دي.

مېچل سټارک د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې یو له چټکو توپ اچوونکو شمیرل کیږي.

نوموړی په یارکرو توپونو غورځولو کې ځانګړی شهرت لري.

مېچل سټارک په نړۍ کې یوازینی کرکټر دی چې زیاتره وخت د سوداګریزو لیګونو په ځای خپلو داخلي سیالیو ته زیات ارزښت ورکوي.

د مېچل سټارک په نه شتون کې په نیو سوت والز بلو لوبډله کې جسن سنګا ته ځای ورکړل شوی دی.

جسن سنګا په ۲۰۱۸ کال د نوولس کلنو نړیوال جام کې د اسټرالیا لوبډلې استازیتوب کړی دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ