محمد حفیظ د پي سي بي (سي) کیټګوری وړاندیز رد کړ | خبریال

محمد حفیظ د پي سي بي (سي) کیټګوری وړاندیز رد کړ

کریکبال وېبپاڼه- د پاکستان کرکټ بورډ لخوا د لوبغاړو د معاش تازه کیټګوری اعلان شوې چې پکې تجربه کاره او پخوانی کپتان محمد حفیظ د (سي) کیټګوری په لیست کې شامل شوی دی.

محمد حفیظ د پاکستان کرکټ بورډ لخوا په سي کیټګوری کې د شاملیدو وړاندیز رد کړی دی.

د پاکستان کرکټ بورډ اجراییه رئیس وسیم خان ویلي،محمد حفیظ یو ستوری لوبغاړی دی،دا چې نوموړي دغه وړاندیز رد کړی،دوی پر خفه شوي.

“محمد حفیظ په سي کيټګوری کې د شاملیدو وړاندیز رد کړی دی.زه د هغه په پریکړه خواشینی یم.زه په بشپړه توګه د هغه پریکړې ته احترام لرم.نوموړی د ۲۰۲۱ نه تر ۲۰۲۲ پورې د لوبغاړو مرکزي کلني تړون ته انتظار باسي.محمد حفیظ زمونږ ستوری لوبغاړی دی،پدې هيله چې خپلې کارکردګۍ ته دوام ورکړي.”

پاکستان کرکټ بورډ پدې وروستیو کې هغو لوبغاړو ته چې ښه ځلیدلي پیسې او انسټیو زیاته کړي ده.

محمد رضوان چې پدې وروستیو کې یې د پاکستان کرکټ لوبډلې لپاره په درې واړو پارمټونو کې ښې لوبې ترسره کړي دي،په (اې) کیټګوری کې شامل شوی دی.

محمد رضوان د کیټګوریو د اعلان وړاندې په ټیسټ کرکټ کې د ۵۲۹ منډو جوړولو سره زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی وو.

په شل اوریزو لوبو کې د ۳۲۵ منډو په جوړولو سره دریم زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی وو.

فواد عالم چې پدې وروستیو کې په داخلي او نړیوال کرکټ کې ښه ځلیدلی وو،د رضوان سره یو ځای په (اې) کیټګوری کې شامل دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ