مارټن ګپټېل د روهیت شرما ستر ریکارډ مات کړ | خبریال

مارټن ګپټېل د روهیت شرما ستر ریکارډ مات کړ

کریکبال وېبپاڼه- نیوزیلینډي اوپنر او بریدګر توپ وهونکي مارټن ګپټېل د هندي اوپنر روهیت شرما د زیاتو شپږیزو وهلو ریکارډ نن د اسټرالیا خلاف مات کړ.

ګپټېل د اسټرالیا خلاف په ننۍ شل اوریزه لوبه کې د اوو شپږیزو په وهلو سره ټولټال په همدې پارمټ سیالیو کې ۱۳۲ شپږیزې ووهلې او پدې سره یې د روهیت شرما هغه ریکارډ چې په شل اوریزو لوبو کې یې ۱۲۷ شپږیزې وهلي وې،ریکارډ ور مات کړ او پداسې سره لومړی توپ وهونکی شو چې په شل اوریزو سیالیو کې تر ټولو ډیرې شپږیزې وهي.

په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې د ګپټېل او روهیت شرما وروسته زیاتي شپږیزې انګلستاني ایون مورګن (۱۱۳)،کولین مونرو (۱۰۷)،کریس ګېل (۱۰۵) شپږیزې وهلي دي.

ګپټېل په ننۍ لوبه کې په ۵۰ توپونو د ۸ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مرسته ۹۷ منډې جوړې کړې او نیوزیلینډ لوبډلې ته یې د ۲۲۰ منډو هدف ور په برخه کړ.

د یاد هدف په مقابل کې اسټرالیا لوبډلئ ښکلی پیل ورکړ،خو په وروستیو کې یې لوبه په څلورو منډو توپیر لوبه نیوزیلینډ ته بایلوده.

د اسټرالیا لخوا توپ وهنه کې مرکس سټونیس ۷۸ زیاتې منډې جوړې کړې.

د ننۍ بریا په خپلولو سره نیوزیلینډ لوبډلې د پنځو شل اوریزو لوبو لړۍ کې دوه په صفر مخکیوالی ترلاسه کړ.

دواړو لوبډلو ترمنځ به د سیریز دریمه شل اوریزه لوبه د مارچ په دریمه نېټه ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ