تمریني لوبه کې زمبابوې پر افغانستان برلاسي ده | خبریال

تمریني لوبه کې زمبابوې پر افغانستان برلاسي ده

کریکبال وېبپاڼه- تیره ورځ د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو ته د چمتوالي لپاره درې ورځنۍ تمریني لوبه پیل شوه،چې پکې زمبابوې لوبډلې په لومړی ورځ ښه توپ وهنه ترسره کړه.

زمبابوې لوبډلې د ټاس په ګټلو سره لومړی توپ وهنه پیل کړه او د ورځې پای ته رسیدو سره یې په ۸۵ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو ۲۹۷ منډې جوړې کړې.

د زمبابوې لخوا په توپ وهنه کې کیون کسوزا ښکلي توپ وهنه ترسره کړه.

نوموړي په ۱۹۷ توپونو ۱۲۹ منډې جوړې کړې.د هغه په توپ وهنه کې ۱۶ څلوریزې او دوه شپږیزې شاملې وې.

همداشان په نورو توپ وهونکو کې سن ویلیمیز (۸۶)،مسکاندا (۱۲)،مسوراک (۱۰) منډې جوړې کړې.

ریان بورل (۱۴) او مېډویک په (۳۲) منډو ناسوځیدلي ولاړ دي.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې سلیم صافي،فرید ملک او شرف الدین اشرف (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړي ده.

نن د لوبې دوهمه ورځ ده او څو ساعته وروسته به لوبه بیا پیل شي.

ټاکل شوي چې د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو لومړی لوبه به د مارچ په دویمه نېټه ابوظبي لوبغالي کې ترسره شي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې روزونکي لانس کلوزنر ویلي،دوی ته په ابوظبي لوبغالي کې هر ډول سهولتونه برابر شوي.

نوموړي وایي،دوی به هڅه وکړي چې زمبابوې لوبډلې ته ماتي ورکړي.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ ټیسټ لوبو کې به لوبڅارۍ دنده احمد شاه پکتین پر مخ وړي.دا به لومړی ځل وي چې یو افغان لوبڅار په ټیسټ کرکټ کې د ای سي سي لخوا د رسمي سیالیو لوبڅاري ترسره کوي.

له بلې خوا نړیوالو کرکټ څارونکو په افغان کرکټ بورډ نیوکه کړې،چې د زمبابوې سیالیو لپاره یې ۲۱ لوبغاړي بولي چې دا د بې فضوله مصارف او د پیسو ضایع ده.

دوی د افغان کرکټ بورډ منجمېنټ تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ