هند لومړی مقام لري،خو لا هم ټیسټ چمپیون شیپ پایلوبې ته ندی وتلی | خبریال

هند لومړی مقام لري،خو لا هم ټیسټ چمپیون شیپ پایلوبې ته ندی وتلی

کریکبال وېبپاڼه- هندوستان لوبډلې یو ځل بیا زبردسته لوبه ترسره کړه او انګلستان کرکټ لوبډلې ته یې په ریکارډ ډول سره پرلپسې دوهمه لوبه کې هم ماتي ورکړه او پدې سره یې انګلستان د ای سي سي ټیسټ چمپیون شيپ سیالیو پایلوبې ته د لار موندنې څخه محرومه کړ.

انګلستان په لومړي اننګز کې ۱۱۲ او په دوهم اننګز کې ۸۱ منډې جوړې کړې.

هند په لومړي اننګز کې ۱۴۵ او په دوهم اننګز کې یې ۴۹ منډې جوړې کړې او پدې سره یې په لسو ویکټو انګلستان ته په دریمه ټیسټ لوبه کې ماتي ورکړه او د ای سي سي ټیسټ چمپیون شيپ سیالیو په جدول کې یې لومړی مقام خپل کړ.

اکسر پټېل په لومړي اننګز کې (۶) او په دوهم اننګز کې یې (۵) ویکټې ترلاسه کړې او د سیالۍ غوره لوبغاړی اعلان شو.

که څه هم چې هند په لوی توپیر انګلستان له سختې ماتي سره مخ کړ،خو لا هم پایلوبې ته د ای سي سي ټیسټ چمپیون شيپ سیالیو پایلوبې ته د لار موندنې لپاره اړ دي،چې وروستۍ سیالۍ کې یا انګلستان ته ماتي ورکړي او یا هم لوبه ورسره مساوي کړي.

هندوستان ددې بریا پخپلو سره ۷۱ فیصدي ترلاسه کړه او د جدول سر کې ځای لري.

نیوزیلینډ چې لا وړاندې یې پایلوبې ته لار موندلې (۷۰) فیصدي لري.

اسټرالیا بیا د (۶۹،۲) فیصدي په لرلو سره دریم مقام لري.

انګلستان د لوبې بایللو وروسته فیصدي ۶۴ ته راټیټه شوه او له مخکې تګ محروم شو.

که چیرې انګلستان په وروستی ټیسټ لوبه کې چې د مارچ په څلورمه نېټه ده،هند ته ماتي ورکړه،د ای سي سي ټیسټ چمپیون شيپ سیالیو پایلوبې ته د هند لوبډلې وتلو هیلې مړاوي کولای شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ