زمبابوې لوبډلمشر:افغانستان ته به ټیسټ لوبو کې ماتي ورکوو | خبریال

زمبابوې لوبډلمشر:افغانستان ته به ټیسټ لوبو کې ماتي ورکوو

کریکبال وېبپاڼه- د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې کپتان سن ویلیمیز ډاډ ښودلي چې لوبډله به یې د افغانستان خلاف په دوو ټیسټ لوبو کې مسلکي لوبې ننداره ته وړاندې کړي.

نوموړی که څه وایي،چې لوبډله کې یو ځوان او بې تجربې لوبغاړي دي،خو دوی باید د سختو لوبو په وړاندې له چیلینجونو تيښته ونه کړي او افغانستان په وړاندې ښې لوبې ترسره کړي.

نوموړي وویل،لوبډله یې د افغانستان په وړاندې چیلینجي او سختو سیالیو ته پوره چمتوالی لري او نوموړي هیله ښودلي چې افغانستان ته به ماتي ورکوي.

“په قرنطین کې زیاته موده تیرول ډیره سخته وي،خو اوس لوبغاړي را بهر شوي او ډیر خوښ دي.”

“مونږ باید د چیلینجونو په وړاندې محکم واوسو او له چیلینجونو تیښته یا په شا نه شو.زه هڅه کوم چې خپلې نیمګړتیاوې بشپړې کړم او په ورته وخت باید د ځوانو لوبغاړو سره یو ځای کار او خواري وکړم.د ځوانو لوبغاړو لپاره د زده کړې پړاو دی،مګر که چیرې مونږ په لوړ لیول کرکټ وکړو،بیا ښې لوبې هم کولای شو.مونږ د ځوانو لوبغاړو مشتمل ګروپ لرو.مونږ مخې ته ګورو چې راتلونکي کې څه کیږي.”

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني روزونکي او اوسني د زمبابوې روزونکي لعل چند راجپوت وویل،که څه هم د دوی سره ځینې تجربه کاره لوبغاړي شتون نه لري،خو په ورته وخت کې یې ډاډ څرګند کړ چې لوبډله کې یې ځوان لوبغاړي شتون لري او دوی به وکولای شي چې ښې لوبې ترسره کړي.

نوموړي وویل،د ځوانو لوبغاړو لپاره د افغانستان سیریز یې یو ښه فرصت دی،ترڅو پکې دوی خپل استعداد ښکاره کړي.

ټاکل شوي چې د زمبابوې او افغانستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د دوو ټیسټ لوبو سیریز لومړی لوبه د مارچ په دویمه نېټه ابوظبي لوبغالي کې ترسره شي.

دا به لومړی ځل وي چې افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ټیسټ لوبه ترسره کیږي.

افغانستان د ټیسټ غړیتوب ترلاسه وروسته،له هندوستان،ویسټ انډیز،ایرلینډ او بنګله دېش سره ټیسټ لوبې ترسره کړي دي.خو زمبابړې سره یې تراوسه نه وې ترسره کړې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ