ګمبیر:د تروریزم د ملاتړ له کبله پاکستان سره سیالۍ امکان نه لري | خبریال

ګمبیر:د تروریزم د ملاتړ له کبله پاکستان سره سیالۍ امکان نه لري

کریکبال وېبپاڼه- د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي ګوټم ګمبیر وایي،ترڅو چې پاکستان د تروریزم د ملاتړ څخه لاس نه وي اخیستی،تر هغې ورسره د کرکټ هیڅ قسم اړیکې جوړیدل امکان نه لري.

نوموړی وایي،پاکستان یو تروریست هیواد دی او په کشمیر کې د تروریزم ملاتړ کوي.له همدې کبله ورسره د کرکټ اړیکي نشي جوړیدلی.

نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې چې کرکټ خو د سیاست څخه جلا خبره ده؟

نوموړي یې په ځواب کې وویل،کرکټ خو کوچنۍ خبره ده،خو تر ټولو ورته د عسکرو ژوند ډیر مهم دی.

“تر څو چې پاکستان په کشمیر سرحد کې د تروریستانو له ملاتړ څخه لاس نه وي اخیستی،تر هغې ورسره د کرکټ هیڅ قسم اړیکي جوړیدل امکان نه لري.دا ځکه چې د هر څه نه ورته د عسکرو او پوځیانو ژوند ډیر مهم دی.”

“کرکټ خو ډیره کوچنۍ خبره ده،د عسکرو د ژوند څخه پرته ورته هیڅ شئ مهم ندی.”

ګوټم ګمبیر د انګلستان خلاف په دریمه ټیسټ سیالۍ کې د اکسر پټېل د بالینګ ستاینه وکړه.

اکسر پټېل د انګلستان خلاف په لوبه کې ۱۱ ویکټې ترلاسه کړې او د سیالۍ غوره لوبغاړی اعلان شو.

د سیالۍ وروسته د انګلستان پخواني کرکټر مایکل وون پر پیچ نیوکه وکړه او ویي ویل:”که حقیقت ووایو دا پیچ د پنځه ورځنۍ لوبې لپاره آماده ندی.”

ګمبیر یې په اړه وویل:”دا د ای سي سي کار دی چې پیچ په اړه پریکړه وکړي،زه پدې اړه کوم څه نشم ویلی،زما په نظر چې انګلستاني لوبغاړي باید خپل تخنیک ته پام وکړي.”

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ