سټرلینګ د ایرلینډ کرکټ بورډ لخوا د لسیزې غوره لوبغاړی اعلان شو | خبریال

سټرلینګ د ایرلینډ کرکټ بورډ لخوا د لسیزې غوره لوبغاړی اعلان شو

کریکبال وېبپاڼه- د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې تکړه او خطرناک لوبغاړی پال سټرلینګ د ایرلینډ کرکټ بورډ لخوا د تیرې لسیزې د غوره لوبغاړي او همداشان د کال د غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې.

پال سټرلینګ وویل،هیڅ تصور یې نه کاوه چې نوموړی به د تیرې لسیزې غوره لوبغاړی اعلانیږي،ځکه چې نور ډیر نومونه هم شته دي.

“په تیره لسیزه کې ډیر نومونه شته دي،مګر دا چې زه د هغوی له ډلې انتخاب شوی یم،حیران یم.ډیر ډاډه نه یم،دا چې دا جایزه ترلاسه کوم،دا زما لپاره ناهیریدونکی او ستر ویاړ دی.”

کیون او براین چې په ۲۰۱۱ کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې یې ایرلینډ لوبډلې ته د انګلستان په وړاندې بریا خپله کړه،په اسانۍ سره د لسیزې غوره لوبغاړي ته انتخاب کیدلی شو،مګر د هغه په پرتله سټرلینګ په دوامداره توګه ښې لوبې ترسره کړي او همیشه یې د سترو لوبډلو خلاف د بریا پیل ورکړی دی.

پال سټرلینګ په وروستیو شپږو ترسره کړل شوو لوبو کې څلور سلیزې هم وهلي دي.

د یادونې وړ ده چې سټرلینګ د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې یو تجربه کاره لوبغاړی دی او همیشه یې خپله لوبډله له سختو حالتو ایستلي ده.

سټرلینګ که څه هم په وروستي سیریز کې د افغانستان خلاف پرلپسې دوو لوبو کې سلیزې جوړې کړې،خو نورو لوبغاړو د هغه ملاتړ ونه کړ اړ دده په شتون کې ایرلینډ لوبډله د افغانستان له خوا په یو ورځنیو لوبو سیریز کې کلین سويپ شوه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ