بنګله دېش او افغانستان نوولس کلنو ترمنځ سيالۍ ترسره کيږي | خبریال

بنګله دېش او افغانستان نوولس کلنو ترمنځ سيالۍ ترسره کيږي

کریکبال وېبپاڼه- بنګله دېش کرکټ بورډ خبر ورکړئ چې دوی به د راتلوونکي مارچ میاشت کې د افغانستان نوولس کلنو کرکټ ملي لوبډلې سره د هند په ګريټر نویډا لوبغالي کې سیالۍ ترسره کړي.

بنګله دېش کرکټ بورډ سر له اوسه د یادو سيالیو لپاره په میرپور ښار کې تمریني کمپ هم په لاره واچوه

د بنګله دېش کرکټ بورډ د پرمختیايي څانګې مشر کوثر ویلي،ددغه کمپ موخه یې د افغانستان په وړاندې د سيالیو لپاره د لوبغاړو چمتوالی دی.

((مونږ د افغانستان  په وړاندې دوه اړخیز سیریز ته چمتوالي په موخه چې د هند په ګریټر نویډا لوبغالي کې به ترسره شي،تمریناتو لړۍ پيل کړه.))

یاد روزنیز کمپ د ۲۲ لوبغاړو ترمنځ په لاره اچول شوی،چې یوازې ۱۵ پياوړي لوبغاړي به د افغانستان په وړاندې سیالیو لپاره غوره شي.

د بنګله دېش نوولس کلنو کرکټ ملي لوبډله به د راتلوونکي مارچ میاشتې په لسمه نېټه د هند په لوري روانه شي.

د کوثر په وینا چې د بنګله دېش او افغانستان نوولس کلنو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به ددې سفر کې یوه ټيسټ او پنځه یو ورځنۍ لوبې ترسره شي.

((بنګله دېش لوبډله به پدې سفر کې یوه ټيسټ او پنځه یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.سيالۍ به ټولې د هند په ګریټر نویډا لوبغالي کې ترسره شي.))

په پام کې وه چې دغه سيالۍ به په درې اړخیز ټورنمینټ په شکل ترسره شوي وای،خو کوثر وویل،چې د هند،افغانستان او بنګله دېش ترمنځ به درې اړخیز سیریز د روان کال په نومبر میاشت کې ترسره شي.

تراوسه ددغو سیالیو دقیقه نيټه نده اعلان شوې او ډير ژر به ددغو سيالیو نېټه هم اعلان شي.

افغانستان کرکټ بورډ تراوسه ددغه سیالیو په اړه هیڅ هم ندي ویلي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ