منیر کاکړ افغانستان د زمبابوې په وړاندې له ماتي وژغوره! | خبریال

منیر کاکړ افغانستان د زمبابوې په وړاندې له ماتي وژغوره!

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درې ورځنۍ تمریني لوبه چې دوه ورځې وړاندې په ابوظبي لوبغالي کې روانه وه.په مساوي ډول پای ته ورسیده.

که څه هم چې یاده لوبه مساوي پای ته ورسیده،خو زمبابوې پکې د پام وړ لوبه وکړه.

زمبابوې لوبډلې د لومړی توپ وهنې په کولو سره د شپږو لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۵ اورونو کې ۵۰۵ منډې جوړې کړې او توپ وهنه یې پخپله خوښه افغان لوبډلې ته پریښوده.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې سلیم ساپي (۲)،ضیاء اکبر،شرف الدین او فرید ملک (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

د ټاکل شوي هدف په مقابل کې افغان لوبډلې اوپنرانو ښه پیل نه درلوده.

ابراهیم ځدراڼ په صفر او جاوید احمدي یې په ۱۴ منډو له لاسه ورکړل.

افغانستان د ۸ لوبغاړو په سوځیدو (۱۱۳،۲) اورونو کې ۲۷۱ منډې جوړې کړې او سیالي یې مساوي کړه.

افغانستان له لوري توپ وهنه کې منیر کاکړ زبردسته لوبه وکړه.

نوموړي په ۳۲۰ توپونو د ۱۰ څلوریزو او ۳ شپږیزو په مرسته ۱۲۷ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

په نورو توپ وهونکو کې اصغر افغان په ۹۰ توپونو د ۳ شپږیزو او ۳ څلوریزو په مرسته (۵۰) منډې جوړې کړې.

رحمت شاه (۴)،حشمت شهیدي (۴)،ناصر جمال (۲۱)،حمزه هوتک (۱۴)،افسر ځاځي (۲۹) منډې جوړې کړې.

ټاکل شوي چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ رسمي ټیسټ لوبه به د مارچ په دویمه نېټه ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ