لانس کلوزنر: سل اورونه او ۴۰۰ پورې منډې جوړل مو هدف دی | خبریال

لانس کلوزنر: سل اورونه او ۴۰۰ پورې منډې جوړل مو هدف دی

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې روزونکی لانس کلوزنر وایي،د زمبابوې خلاف په لوبه کې د دوی هدف دا دی چې لوبغاړي یې سل اورونه ولوبوې او ترڅنګ یې تر ۴۰۰ پورې منډې جوړې کړي.

نوموړي وویل،افغانستان زیاتره وخت د ټیسټ سیالیو په پرتله شل اوریزې لوبې کړي او نوموړي هڅه دا ده چې د لوبغاړو ذهنیت د شل اوریزو لوبو څخه اوږده پارمټ یا ټیسټ لوبو ته راوړوي او ښې لوبې وکړي.

کریکبز وېبپاڼئ نوموړي سره په لنډو ټکو مرکه کړې.پام مو ورته راګرځوم.

تاسو د ایرلینډ خلاف یو بریالی کمپاین پای ته ورسوه،مګر ټیسټ کرکټ بیا ټوله جلا لوبه ده…

لانس کلوزنر: زه فکر کوم چې د ایرلینډ خلاف درې په صفر بریا یقینا مونږ ته د زمبابوې په وړاندې سیالیو لپاره یو ښه اعتماد او مورال زیات کړ.مونږ له ډیرې مودې وروسته ټیسټ کرکټ کوو.هر قسم دغه شان لوبې ګټل ډاډ او باور مونږ ته راکوي.مونږ به همدغه باور او مورال څخه په ټیسټ کرکټ کې هم استفاده وکړو.

د سیریز د پیل مخکې ستاسو لپاره ستر چیلینج څه شي دي؟

کلوزنر:زمونږ لپاره تر ټولو غټ چیلینج دا دی چې د شل اورونو په ځای، سلو اورونو پورې په ټیسټ کرکټ کې بیټینګ وکړو.مونږ باید د لوبغاړو ذهنیت ور جوړ کړو چې اوږده اننګزونه ترسره کړي.زمونږ هدف تر ۴۰۰ پورې منډې جوړول دي،که چیرې همداسې وشول بیا به مونږ په یو ښه پوزیشن کې وو.مونږ لوبغاړو سره خبرې کړي چې د ایرلینډ په وړاندې سیالۍ پنځوس اوریزې وې،مګر دا ټیسټ کرکټ دی.

یقینا چې ذهن بدلولو ته اړتیا ده،خو د افغانستان په څیر لوبغاړو لپاره به آسانه نه وي…

کلوزنر: کرکټران باید خپل ذهنیت له شل اوریزو څخه ټیسټ لوبو ته چینج کړي.یو-دوه لوبغاړي چې د ویسټ انډیز خلاف لوبیدلي وو،هغوی به هم د لوبو چانس ترلاسه کړي.زمونږ اصلي هدف دا دی چې د ټیسټ لوبې ذهنیت پنځو ورځو ته شي.شل اوریزه لوبه کې ۴۰ اورونه وي او بله دا چې مونږ زیاتره شل اوریزې لوبې کړي.د شل اوریزو لوبو څخه ټیسټ کرکټ ته د لوبغاړو ذهن جوړول به د دوی لپاره تر ټولو ستر چیلینج وي.مونږ پدې هم خبرې کړي جې ټیسټ کرکټ کې په بیټینګ کې اوږدې ملګرتیا ته اړتیا ده او په بالینګ کې شلو ویکټو اخیستلو ته اړتیا ده،که چیرې مونږ داسې ونکړل بیا لوبه نشو ګټلی.

په قرنطین یا ببل کې اوسیدل،څرنګه تجربه ده؟

په قرنطین یا ببل کې پاتي کیدل ډیره سخته وي.په قرنطین کې تاسو نشی کولی چې ډنډ ته لاړ شی،یا په ازادنه ډول جیم ته لاړ شی.مګر اوس زمونږ لوبغاړي او مونږ ورسره بلد شوي یو او مونږ باید قوانینو ته احترام ولرو…

رحمت شاه د ایرلینډ خلاف سیریز کې ښې لوبې وکړې،په همدې سیالیو کې به هم له هغه طمع کوئ…

رحمت شاه یو استعدادي لوبغاړی دی.نوموړي د ایرلینډ خلاف ډیر ښه بیټینګ وکړ.د هغه بیټینګ تخنیک ډیر په زړه پورې دی.مګر مونږ باید یوه لوبغاړي ته په طمع نه شو.مونږ ۷-۸ بیټسمینان لرو.دوی ټول باید په ګډه تر ۴۰۰ پورې منډې جوړې کړي.مونږ حشمت هم لرو،د ایرلینډ خلاف ښه ځلبدلی وو،په ټوله کې مونږ باید یوه لوبغاړي لوبې ته انتظار نشو او ټول باید په ګډه لوبې ترسره کړي.

اصغر افغان د یوه کپتان په توګه څنګه ارزوی؟

مونږ یو بهترین کپتان لرو.ټول لوبغاړي ښه په خوښۍ سره د افغانستان لپاره لوبې کوي،زه خوشبحته یم چې ورسره یم.مونږ دا حقیقت ویلی،کله چې ملي لباس په تن کړ او ستا په لباس او سینه لګیدلی سمبول ستاسو د افغانستان د خلکو استازیتوب کوي.چې دا ډیر ستر مسؤلیت وي.مګر کله چې سوداګریزو لوبو کې لوبې کوی،هغه د ستاسو خپلې لوبې وي او د ځان لپاره لوبې کوی او نوم یې ستاسو په شا وي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ