زمبابوې ټي وي هم د افغانستان او زمبابوې سیالۍ خپروي | خبریال

زمبابوې ټي وي هم د افغانستان او زمبابوې سیالۍ خپروي

کریکبال وېبپاڼه- د زمبابوې (ZBC) تلویزون هم اعلان کړی چې دوی به په ژوندۍ بڼه خپلو هیوادولو ته د افغانستان او زمبابوې سیالۍ په ژوندی بڼه خپرې کړي.

د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ او درې شل اوریزو لوبو سیریز به د مارچ میاشتې په دوهمه نېټه پیل چې د مارچ تر ۲۰مې به دوام کړي.

د سیریز پیل به لومړی په ټیسټ لوبو ترسره شي چې دواړو لوبډلو ورته د ښه چمتوالي خبر ورکړی دی.

زمبابوې کرکټ ټي وي ویلي،دوی خوښ دي چې د یاد سیریز د خپروي حقوق یې ترلاسه کړي دي.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ سیالۍ به ددې ترڅنګ د افغانستان ملي سپورټ، پاکستان جیو سپورټ،په اروپا کې د فري سپورټ او همداشان د یوټیوب چینل له لارې به په ژوندۍ بڼه خپرې شي.

تیره ورځ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې روزونکي لانس کلوزنر په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي وو،د هغوی لپاره به تر ټولو ستر چیلینج د لوبغاړو ذهنیت جوړول وي.

دده په وینا افغان لوبغاړو زیاتره وخت ذهنیت د شل اوریزو لوبو وي،ددې لپاره اړینه ده چې لوبغاړو ذهنیت ټیسټ لوبو ته جوړ شي.

دا پداسې حال کې ده چې افغانستان د زمبابوې په وړاندې تیره ورځ تمریني سیالۍ کې هغه شان چې لازمه وه،لوبه ترسره نکړه.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ درې ورځنۍ تمریني لوبه کې زمبابوې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو ۵۰۵ منډې جوړې کړې او توپ وهنه یې افغانستان ته پریښوده.

افغانستان یې په ځواب کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ۲۷۱ منډې جوړې کړي او سیالي بې پایلې پای ته ورسیده.

د افغانستان له لوري ځوان لوبغاړي منیر کاکړ زبردسته لوبه کړي وه او نوموړي ۱۲۵ ناسوځیدلي منډې کړي وې او افغانستان یې له ماتي ژغورلی وو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ