کریکبال وېبپاڼه- د سنرایرزرس حیدراباد لوبډلې مشر روزونکی او پخوانی کمینټیټور ټام موډي د سریلانکا کرکټ بورډ ادارې نوی ډایریکټر ټاکل شوی دی.
۵۵ کلن موډي لدې وړاندې هم د سریلانکا لوبډلې روزونکی پاتي شوی دی.
نوموړي دنده به اساسي برخو کې د مشورې ورکوونکي په توګه وي.
نوموړی له سریلانکا کرکټ بورډ سره درې کلن تړون کړی،نوموړی به پدې موده کې ۳۰۰ ورځې له هغوی سره بشپړوي.
د سریلانکا کرکټ بورډ اجرایوي رئیس ډي سیلوا ویلي،ټام موډي لدې وړاندې هم له سریلانکا سره د روزونکي په توګه پاتي شوی او د هغه پایلې مثبتې راوتلي،له همدې کبله به د هغه ټاکنه د کرکټ بورډ ادارې لپاره ارزښتمنه او مؤثره ثابته شي.
د یادونې وړ ده چې ټام موډي به ای پي ایل سیالیو کې د حیدراباد لوبډلې سره هم په ای پي ایل سیالیو کې د ډایریکټر په توګه دنده ولري.
ټاکل شوي چې د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالۍ به د اپریل په لومړی اوونۍ کې ترسره شي.
ای پي ایل سیالیو نیلامي څو اوونۍ وړاندې د هند په چنای ښار کې ترسره شوه،چې تر ۱۳۰ پورې لوبغاړي د اتو بیلا بیلو لوبډلو لخوا واخیستل شول.
په یادو سیالیو کې به درې افغان لوبغاړي په یوه لوبډله کې شتون ولري.