زمبابویي لوبغاړی ویسلي:د افغانستان په وړاندې به خپله وړتیا ښیم | خبریال

زمبابویي لوبغاړی ویسلي:د افغانستان په وړاندې به خپله وړتیا ښیم

کریکبال وېبپاڼه- د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی ویلسي مدوهر وایي،دده په شمول به ټول ځوان لوبغاړي د افغانستان خلاف په ټیسټ لوبو کې خپله وړتیا ښیي.

نوموړي په نورو ځوانو لوبغاړو هم غږ وکړ چې د افغانستان سیالۍ د دوی لپاره د وړتیا ښودلو لپاره یو ښه فرصت دی.

“که څه هم چې مونږ به د افغانستان خلاف سیریز کې له ځینو سنیئر او تجربه کارو لوبغاړو څخه بې برخې وو.خو د دوی په ځای ځوان لوبغاړي راغلي او یقینا د ځوان نسل لوبغاړو لپاره دغه سیالۍ د دوی وړتیا ښودلو لپاره یو بهترین فرصت دی او دوی به پدې سیریز کې د نړیوالو کولو مهارت او وړتیا زده کړي.”

ویسلي چې د افغانستان په وړاندې ټیسټ لوبه به یې د خپل کیریر لومړی لوبه وي،لا وړاندې د زمبابوې لپاره په محدود اوریزو لوبو پارمټ کې درې نیمه سلیزې جوړې کړي دي او نوموړی یو بهترین ځوان لوبغاړی شمیرل کیږي.

ټاکل شوي چې د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو سیریز لومړی لوبه سبا د اماراتو په ابوظبي لوبغالي کې ترسره شي.

د ټیسټ سیریز وروسته به د دواړو لوبډلو ترمنځ درې شل اوریزې لوبې هم ترسره شي.

لدې وړاندې په پام کې وه چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د سیالیو سیریز به په عمان هیواد کې ترسره شوی وای،خو د کرونایي محدودیتونو او د ویزو د ستونزو له کبله یاد سیریز ابوظبي شیخ زاید لوبغالي ته انتقال شو.

زمبابوې څو ورځې وړاندې د افغانستان سره تمریني لوبه هم ترسره کړه،که څه هم چې لوبه مساوي شوه خو زمبابوې لوبډلې پکې خپله وړتیا وښوده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ