د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړی ټیسټ لوبه! | خبریال

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ لومړی ټیسټ لوبه!

کریکبال وېبپاڼه- افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبډلې چې زیاتره وخت یو له بل سره په شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو کې مخ شوي،خو دا ځلې په لومړي ځل په اوږده پارمټ یا پنځه ورځنۍ ټیسټ لوبه کې سره مخ کیږي.

دا به لومړی ځل وي چې دواړه لوبډلې په ابوظبي لوبغالي کې یو له بل سره په ټیسټ لوبو کې مخ کیږي.

افغانستان لدې وړاندې څلور ټیسټ لوبې کړي چې دوه یې ګټلي او دوه یې بایللي دي.

په ټیسټ کرکټ کې د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتي ویکټې راشدخان اخیستي چې ۲۳ دي او نوموړی به د ګوتې ټپ له کبله ننۍ لوبه کې شتون ونلري.

په توپ وهنه کې بیا زیاتې منډې ټيسټ کرکټ کې رحمت شاه جوړې کړي چې ۲۹۸ دي.

زمبابوې لوبډله هم په ټیسټ کرکټ کې ښه ریکارډ نه لري او په ۱۱۰ ټیسټ لوبو کې یې یوازې ۱۲ لوبې ګټلي دي،۷۰ یې بایللي او ۲۸ یې مساوي کړي.

د زمبابوې وروستۍ ټیسټ لوبه په ۲۰۱۹ کال کې د بنګله دېش خلاف وه او ۱۰۶ منډو یې بایللي وه.

د زمبابوې لپاره یوازې سکندر رضا دی چې ټیسټ کرکټ کې یې تر ۱۰۰۰ منډې جوړې کړي.

د ابوظبي شیخ زاید لوبغالي کې ۱۳ لوبې شوي چې څلور مساوي او نورو پایلې ورکړي دي.

په ۱۳ میچونو کې لس ځلې لوبډلو لومړی توپ وهنه غوره کړې.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ ننۍ ټیسټ لوبه به په لسو بجو پیل شي،کومه لوبډله چې ټاس ګټي،لومړی به توپ وهنه غوره کوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ