راشدخان: افغانستان باید کال کې ۳ یا څلور ټیسټ لوبې حتما وکړي | خبریال

راشدخان: افغانستان باید کال کې ۳ یا څلور ټیسټ لوبې حتما وکړي

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي راشدخان له کریک انفو سره په وروستیو خبرو کې ویلي،ددې لپاره چې افغانستان یوه قوي لوبډله واوسي،دوی ته باید په کال کې درې یا څلور ټیسټ لوبې برابرې شي.

نوموړی وایي،په افغانستان کې هم هر یو د ټیسټ کرکټ په اړه خبرې کوي.که چیرې مونږ اوږده پارمټ سیالۍ لکه ټیسټ او یو ورځنۍ لوبې وکړو،دا له تاسو یو ښه کرکټر جوړولی شي.

راشدخان د شل اوریزو لوبو پارمټ په اړه وویل:” په شل اوریزو لوبو کې تاسو زیات وخت ددې نه لری چې په لوبې باندې پام وکړی.یا پدې پوه شئ چې کوم ځایونه اصلاح کړم.په شل اوریزو لوبو کې د ځان سمول ستونزمن دي.”

“په ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کې مونږ له بیټینګ ستونزو سره مخ شوو،نه پوهیدو چې څرنګه کار وکړو.مګر کله مو چې سترو ټیمونو په وړاندې لږې ډیرې لوبې وکړې او وروسته پدې پوه شوو،چې څرنګه باید شاټ انتخاب شي او څرنګه ملګرتیا وغځول شي.”

د راشدخان په وینا افغانستان باید د یوه قوي لوبډلې جوړیدو لپاره په کال کې څلور او یا له هغې زیاتې ټیسټ لوبې ترسره کړي،ترڅو یوه غښتلي لوبډله واوسي.

د راشدخان په وینا که چیرې افغانستان ته ټیسټ لوبې برابرې شي،پدې سره به نه یوازې نور لوبغاړي،بلکې ځوانانو لپاره به یوه ښه زمینه مساعده شي تر څو ستر اننګزونو لوبول زده کړي.

افغانستان او زمبابوې ترمنځ اوسمهال لومړی ټیسټ لوبه په ابوظبي لوبغالي کې روانه ده.

افغانستان په لومړي اننګز کې په ۱۳۱ منډو اوټ شو.

په ځواب کې یې زمبابوې د تیرې ورځې پای ته رسیدو سره د پنځو لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۳ منډې کړي او ۲ منډې مخکیوالی لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ