قیس احمد کویټه لوبډلې ته لومړی پي ایس ایل بریا ور خپله کړه | خبریال

قیس احمد کویټه لوبډلې ته لومړی پي ایس ایل بریا ور خپله کړه

کریکبال وېبپاڼه- کویټه ګلډیئټرز هغه لوبډله ده چې تراوسه یې په روانو پي ایس ایل سیالیو کې کومه بریا نه وه خپله کړې،یادې لوبډلې پنځه لوبې کړي وې او ټولې یې بایللي وې،خو قیس احمد  زبردست بالینګ دوی ته یې په روان لیګ کې لومړی بریا ور په برخه کړه او نوي هیلې یې ورکړې.

کویټه لوبډلې لومړی بیټینګ کولو سره شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۷۶ منډې جوړې کړې او ملتان سلطانز لوبډلې ته یې د ۱۷۷ منډو هدف ورکړ.

د کویټه لپاره توپ وهنه کې یوازې عثمان خان وو چې تر ټولې ډیرې منډې یې جوړې کړې.

نوموړي په ۵۰ توپونو د ۱۰ څلوریزو او ۳ شپږیزو په مټ ۸۱ منډې جوړې کړې.

قیس احمد ته هم د توپ وهنې نوبت ورسید او نوموړي یوازې درې توپونه ولوبول او دوه ناسوځیدلي منډې یې وکړې.

د ملتان سلطانز له لوري شهنواز (۳)،عمران طاهر (۲) او نورو بالرانو یې (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

د یاد هدف په مقابل کې ملتان سلطانز لوبډلې ښکلی پیل درلود او ۶۳ منډو پورې د محمد رضوان او جیمس وینس ترمنځ ملګرتیا ترسره شوه.

خو وروسته قیس احمد په راتګ سره په لومړي اور کې وینس خپله ویکټ پریښوده او د دوی ترمنځ یې ملګرتیا پای ته ورسوله.

قیس احمد خپل حیرانوونکي بالینګ ته دوام ورکړ او په دوهم اور کې یې مسعود له مخې پورته کړ.

نوموړي څلور اورونه ترسره کړل (۲۱) منډې یې ورکړې او (۳) ویکټې یې ترلاسه کړې.

په نوموړي څلورو اورونو کې یوازې دوه څلوریزې،یوه په میس فیلډینګ او یوه وروستي اور کې ولګیده.

ټاکل شوي هدف ته سلطانز لوبډله ونه رسیده او په ۱۹،۴ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۴ منډې وکړې او سیالي یې په ۲۲ منډو توپیر بایلوده.

د ملتان سلطانز لوبډلې له لوري یوازې کپتان محمد رضوان ښه لوبه وکړه ۶۶ منډې یې جوړې کړې او وروستیو کې یې ویکټ له لاسه ورکړه.

د سیالۍ غوره لوبغاړی قیس احمد ونومول شو.

نوموړي پخپلو خبرو کې وویل،کوم پلان چې روزونکي او کپتان ورکړی وو،هغه یې عملي کړ او د هغه مطابق یې خپله توپ اچونه ترسره کړه او ویې کولای شول چې کویټه لوبډلې ته لومړی بریا خپله کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ