پکتین لومړی لوبڅار شو چې ټیسټ لوبه کې فیلډ لوبڅاري کوي | خبریال

پکتین لومړی لوبڅار شو چې ټیسټ لوبه کې فیلډ لوبڅاري کوي

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په ټیسټ لوبه کې،که څه هم څلور لوبغاړي په لومړي ځل ټیسټ لوبه کې ولوبیدل،ددې ترڅنګ د افغان لوبڅار احمد شاه پکتین لپاره هم لومړی ځل وو چې ټیسټ کرکټ کې لوبڅاري کوي.

احمد شاه پکتین د افغانستان لخوا لومړی لوبڅار شو چې په ټیسټ کرکټ کې هغه هم د فیلډ پر مهال لوبڅاري ترسره کوي.

نوموړي د زمبابوې او افغانستان ترمنځ لوبه کې د پاکستاني تجربه کاره لوبڅار علیم دار سره یو ځای د میدان یا د فیلډ لوبڅاري ترسره کړه.

پکتین په لومړی ځل ۲۰۱۷ کال جنورۍ میاشت کې د یوه لوبڅار په توګه نړیوال کرکټ کې راښکاره شوی او د هغې مودې راهیسې یې په ۲۰ شل اوریزو او ۱۵ یو ورځنیو لوبو کې لوبڅاري کړي ده.

په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ یوازینی ټیسټ لوبه کې هم نوموړی لومړی افغان لوبڅار شوی وو چې د ټي وي امپایریتوب یې پکې ترسره کړ

لس میاشتې وروسته په ۲۰۲۰ کال کې نوموړی لومړی افغان لوبڅار شو چې په رسمي توګه د ای سي سي د نوولس کلنو څخه کم عمره نړیوال جام سیالیو کې لوبڅاري یا امپایرتوب ترسره کوي.

د احمد شاه پکتین ترڅنګ درې نور افغان لوبڅاران احمد شاه درانی،بسم الله جان شینواری او عزت الله صافی هم شتون لري،خو لا هم افغان لوبڅاران تراوسه د ای سي سي ۱۲ ممبرونو لوړه کیټګوری کې شتون نه لري.

د احمد شاه پکتین وروسته احمد شاه درانی بیا دوهم افغان لوبڅار شو چې په ټیسټ کرکټ کې په لومړي ځل د ټي وي امپایر دنده اجرأ کوي.

درانی په لومړي ځل ۲۰۱۶ کال دسمبر میاشت کې لوبڅارۍ کې راڅرګند شوی او نوموړي ۱۹ ځلې په سپین توپ لوبو کې د فیلډ امپایر په توګه دنده اجرأ کړې.

په ټیسټ کرکټ کې د فیلډ لوبڅار په توګه د پکتین راښکاره کیدل پدې معنا چې ایرلینډ اوس یوازینی پول میمبر هیواد دی،چې تراوسه یې لوبڅار د فیلډ امپایر په توګه په لوبو کې ندی راښکاره شوی.

د دوی لخوا یوازینی امپایر مارک هاتورن دی چې په لومړي ځل ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان خلاف په ټیسټ لوبه کې د ټي وي امپایر په توګه راڅرګند شوی دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ