راجپوت:افغان لوبډلې ته دوو ورځو کې ماتې ورکول غټه خبره ده | خبریال

راجپوت:افغان لوبډلې ته دوو ورځو کې ماتې ورکول غټه خبره ده

کریکبال وېبپاڼه- د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې روزونکی لعل چند راجپوت وایي،د ټیم له هڅې پوره رضایت لري چې د افغانستان په څیر لوبډلې ته یې په په دوو ورځو کې ماتي ورکړه.

نوموړي وویل،زمبابوې لوبډلې د یوې اوږدې مودې وروسته پنځه ورځنۍ ټیسټ لوبه وکړه او هغه یې هم په بریا ورسوله،چې دا زمونږ لپاره غټه لاسته راوړنه ده.

افغان کرکټ لوبډله د زمبابوې خلاف په لوبه کې په بشپړه توګه په بیټینګ کې ناکامه راغله او ویې نشول کولای چې په دواړو اننګزونو کې تر ۳۰۰ پورې منډې جوړې کړي.

په لومړي اننګز کې په ۱۳۱ او په دوهم اننګز کې په ۱۳۵ منډو وسوځیده او زمبابوې لوبډلې ته یې یوازې د ۱۷ منډو هدف ورکړ.

ټاکل شوی هدف زمبابوې لوبډلې په اسانۍ سره بې له کوم لوبغاړي له سوځیدو پرته ترلاسه او په لسو ویکټو یې افغان لوبډلې ته ماتي ورکړه او پدې سره یې د سیریز لړۍ یوه په صفر مخکې کړه.

د زمبابوې لپاره توپ وهنه کې کپتان ویلیمز د کپتانۍ مسولیت په ښه شان سره ترسره کړ او سلیزه یې جوړه کړه.

د یادې ماتي وروسته په افغان لوبډله نیوکې زیاتي شوي او ممکن د کرکټ بورډ په اداره کې ځینې بدلونونه هم رامنځ ته شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ