اصغر افغان:زمبابوې سره شل اوره لوبې ښه وخت کې پلان شوي دي | خبریال

اصغر افغان:زمبابوې سره شل اوره لوبې ښه وخت کې پلان شوي دي

کریکبال وېبپاڼه- د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ټولو پارمټونو کپتان اصغر افغان وایي،د زمبابوې سره درې شل اوریزې لوبې د دوی لوبډلې لپاره په یوه ښه وخت کې ترتیب شوي دي،چې دا سیالۍ به له دوی سره د اشیا کپ او نړیوال شل اوریز جام ته په تیاري او جوړښت کې ډیره مرسته وکړي.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو لومړی لوبه نن ماسپيښین په ابوظبي شیخ زاید لوبغالي کې ترسره کیږي.

ورپسې دوه پاتي سیالۍ به هم د مارچ په ۱۹مه او ۲۰مه نېټه په ورته لوبغالي کې ترسره شي.

افغانستان وروستی شل اوریز سیریز تیر کال په مارچ میاشت کې له ایرلینډ سره ترسره کړی وو،چې (۱-۲) یې ګټلی وو.

افغانستان روان کال کې د لوبو پیل بیا هم د ایرلینډ سره د لوبو وکړ او په جنورۍ میاشت کې یې له ایرلینډ سره درې پنځوس اوریزې لوبې وکړې او یادې لوبې افغانستان په کلین سويپ سره وګټلې.

“د زمبابوې سره شل اوریزې لوبې په یو داسې ښه وخت کې را ورسیدې،چې مونږ اشیا کپ او نړیوال جام ته تیارۍ پیل کړی دی.دا سیالۍ به مونږ ته یوه ښه مفکوره راکړي.”

“مونږ په شل اوریز پارمټ کې،لا وړاندې څخه ښه تجربه کاره لوبغاړي له ځان سره لرو،خو مونږ چې څومره لوبې کوو،همدومره نور هم ورسره ښه کیږو او بلدیږو.”

اصغر افغان په نړیوالو لیګونو کې د افغان لوبغاړو د ګډون په اړه وویل:” البته چې دغو لیګونو زمونږ په لوبغاړو یو ښه تاثیر کړئ.ښه څیز دا وو چې دغو لیګونو زمونږ لوبغاړي له کرکټ سره نږدې یا ټچ پاتي کړل.کریډیټ دغو لیګونو ته ورکوم چې د کرونایي ماحول پر مهال یې بیا هم د کرکټ مینه ژوندۍ وساتله.”

اصغر افغان ومنله چې د سره توپ سره د نابلدتیا له کبله دوی خرابې لوبې وکړې،خو ژمنه یې وکړه چې راتلوونکي کې به لدې ډیر ورسره بلد وي.

“مونږ له هغه میچ ډیر څه زده کړل،راتلوونکي کې به مونږ د داسې سیالیو لپاره څلور ورځنۍ لوبې په لاره اچوو.تر څو مونږ د حوصلې لوبې پکې زده کړو.مونږ د سره توپ لوبو سره دومره تجربه نه درلوده.مونږ باید خپله خواري وکړو تر څو د ټیسټ کرکټ د لوبو مهارت زده کړو.د ټیسټ لوبو مهارت د سپین توپ د لوبو مهارت څخه ډیر توپیر لري.”

“دا ډیره سخته وي چې د یوې لوبې بایللو وروسته بیرته “کم بیک” وکړې،خو مونږ د دوهمې لوبې لپاره په پلان کار وکړ او بیرته له ماتي مو کم بیک وکړ او دوهمه ټیسټ لوبه مو وګټله.دوهمه لوبه کې مونږ پخپل طبیعت لوبه وکړه او خرابو شاټونو مو ډډه وکړه.”

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ