معین علي په خپل کمیس د شرابو لوګو لګولو انکار کړی | خبریال

معین علي په خپل کمیس د شرابو لوګو لګولو انکار کړی

کریکبال وېبپاڼه – د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې مسلمان تکړه توپ وهوونکی لوبغاړی معین علي په هندوستان غوره لیګ کې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې برخه دی.

معین علي د چینای سوپر کېنګز له لوبډلې څخه غوښتې دي، چې د نوموړي په لباس یا شرټ باندې دې د شرابو (الکولو) لوګو نه لګوي او په خپل لباس باندې یې له دغه ډول ناوړه اعلاناتو څخه انکار کړی دی.

په ورته وخت کې چینای سوپر کېنګز لوبډلې هم د نوموړي یاده غوښتنه منلې ده او د نوموړي پر لباس باندې یې له لوګو لګولو څخه ډډه کړې ده.

انګلیستانی معین علي د چینای سوپر کېنګز لوبډلې له لوري په تېره فیبروۍ میاشت کې په ۷ کروړه هندۍ کلدارو باندې اخیستل شوی وه او سږ کال به د دغې لوبډلې په ګټه ولوبېږي.

د یادولو وړ ده، چې معین علي نه یوازې په هندوستان غوره لیګ کې په خپل لباس باندې د شرابو لوګو نه پرېږدي بلکې په خپله لوبډله او نورو تجارتې لیګونو کې هم د ورته اعلاناتو له لوګو لګولو څخه یې انکار کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې چینای سوپر کېنګز لوبډله د ایم ایس ډوهني په څیر ورته پیاوړی لوبډلمشر او د معین علي په څیر پیاوړي لوبغاړي لري. دغې لوبډلې درې ځلې د ای پي ایل سیالیو د اتلولۍ جام ترلاسه کړی دی.

هېره دې نه وې چې نړیوال کریکټ کې ډیری لوبغاړو په خپل لباس باندې د ورته اعلاناتو له لګولو څخه انکار کړی دی، چې د هغو لوبغاړو له منځه یو هم محمد نبي عیسخېل او عمران طاهر دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ