د اسټرالیا د ښځو کرکټ ټیم د نارینو ۱۸ کلن ریکارډ مات کړ | خبریال

د اسټرالیا د ښځو کرکټ ټیم د نارینو ۱۸ کلن ریکارډ مات کړ

 

کریکبال وېبپاڼه – د اسټرالیا ښځینه کرکټ ټیم واتونېد چې د اسټرالیا د نارینه کریکټ ټیم ۱۸ کلن ریکارډ مات کړې. اسټرالیا ښځینه کریکټ ټیم د میګ لینینګ په لوبډلمشرۍ کې وکولی شو چې په پنځوس اورېزو سیالیو کې په پرله پسې ډول بریاوې ترلاسه کړې.

دغې لوبډلې د یکشنبې په ورځ نیوزیلینډ ښځینه کریکټ ټیم ته په ماتې ورکولو سره وکولو شو چې نړیوال ریکارډ ثبت کړې نیوزیلینډ ښځینه کریکټ ټیم ته په ماتې ورکولو سره د اسټرالیا ښځینه کریکټ دا ۲۲ مه بریا وه چې په پرله پسې ډول یې ترلاسه کوي.

د یادولو وړ ده چې اسټرالیا ښځینه کریکټ ټیم په وروستې ځل ماتې په ۲۰۱۷ م کال کې خوړلې وه او له ۲۰۱۸ م کال را پدیخوا یادې لوبډلې هېڅ ماتې نده خوړلې او تر دې دمه یې ۲۲ لوبو کې په مسلسل ډول بریاوې ترلاسه کړې دي.

د اسټرالیا ښځینه کریکټ ټیم لوبډلمشرې میګ لینینګ وکولی شو، چې د اسټرالیا د نارینو کریکټ ټیم د پخواني لوبډلمشر ریکي پوینټینګ ریکارډ ته هم د پای ټکی کېږدي.

له دې وړاندې په نړیوالو یو ورځینو سیالیو کې د زیاتې بریاو ترلاسه کولو ریکارډ له اسټرالیا نارینه کریکټ ټیم سره وه، چې د ریکي پوینټينګ په لوبډلمشرۍ کې یې دغه ریکارډ ترلاسه کړی وه.

اسټرالیا نارینه کریکټ ټیم بیا یاد ریکارډ په ۲۰۰۳ م کال کې ثبت کړی وه. چې له ۱۸ کلن ځنډ وروسته اوس د اسټرالیا ښځینه کریکټ ټیم وتوانېد چې دا ریکارډ مات کړې.

د یادونې وړ ده، چې د اسټرالیا د ښځينه کریکټ لوبډلې د بریاوو پیل له ۲۰۱۸ کال د مارچ میاشتې له ۱۲ مې نېټې څخه پیل شوی دی.

د اسټرالیا او نیوزیلینډ ښځينه کریکټ لوبډلو ترمنځ په پرونۍ لوبه کې، نیوزیلینډ ښځینه لوبډلې ۲۱۳ منډې هدف وټاکلو، چې د اسټرالیا ښځينه کریکټ ټیم لخوا په ۳۹ م اور کې یاد هدف بشپړ شو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ