آکاش چوپړا: ار سي بي لوبډله به سږ کال تر پایلوبې ونه رسېږي | خبریال

آکاش چوپړا: ار سي بي لوبډله به سږ کال تر پایلوبې ونه رسېږي

کرېکبال: ویرات کوهلي چې د نړۍ یو له بریالیو کیپتانانو څخه بلل کېږي او ډیری تاریخې بریاوې یې د خپلې لوبډلمشرۍ پر مټ هندوستان کریکټ ټیم ته ور په برخه کړې دي، خو له بده مرغه چې په هندوستان غوره لیګ کې نوموړی یو له ناکامه لوبډلمشر څخه دی.

هندوستان غوره لیګ کې ویرات کوهلي د راېل چلېنجرز بنګلور لوبډلې لوبډلمشر دی، نوموړی تر دې دمه پورې نه دی توانېدلی چې راېل چلېنجرز بنګلور لوبډلې ته د اتلولۍ جام وګټې؛ د ای پي ایل په تاریخ کې راېل چلېنجرز بنګلور لوبډله یوه له هغو لوبډلو څخه ده، چې تر اوسه پورې یې د اتلولۍ جام نه دی پورته کړی.

په ورته مهال اکاش چوپړا وړاندوېنه کړې ده، چې سږ کال به بنګلور لوبډله د کوهلي په کیپتانۍ کې تر پایلوبې ونه رسېږي او له پایلوبې وړاندې به یاده لوبډله له لیګ څخه بهر شي.

آکاش چوپړا نور څه وویل؟

آکاش چوپړا چې د خپل وخت یو مشهوره توپ وهوونکی وه او اوس د کریکټ یو نامتو مبصر دی. تازه په خپلو خبرو کې هغه ویلي دي، چې سږ کال به په هندوستان غوره لیګ کې د بنګلور لوبډلې سفر خورا کوچنی وي او تر پایلوبې پورې به ونه رسېږي.

آکاش چوپړا وویل: ((زه احساس کوم چې دا ځل به ار سي بي (RCB) لوبډله تر پایلوبې پورې سفر ونه کړې. که مونږ په تېرو درې یا څلورو کلونو کې د دغې لوبډلې فعالیت ته وګورو، خورا ښه فعالیت یې کړی وه. مګر په دې وروستیو کې د دوی فعالیت برعکس وه او ناکامۍ پر لوري روان دي. که دوی سږ کال ښه پیل ونه کړې زما په اند چې تر پایلوبې پورې وتل به ناممکن وي.))

د یادولو وړ ده چې راېل چلېنجرز بنګلور لوبډلې درې ځلې تر پایلوبې پورې لار وموندله، خو له بده مرغه چې یو ځل یې هم د اتلولۍ جام پورته نه کړ. مګر ممبۍ لوبډله بیا هغه لوبډله ده، چې د ای پي ایل په تاریخ کې یې تر ټولو زیاتې پنځه.دانې اتلولۍ ترلاسه کړې دي.

هېره دې نه وې، چې سږ کال به د دغه لیګ څوارلسم پړاو ترسره شي. ټاکل شوې ده چې د لیک لومړۍ لوبه به د روانې اپرېل میاشتې په ۹ مه نېټه پیل شي او ممبۍ انډیاینز لوبډله به له خپلې اتلولۍ څخه دفاع وکړې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ