شاداب خان د سويلې افریقا خلاف سیالیو څخه بهر شو | خبریال

شاداب خان د سويلې افریقا خلاف سیالیو څخه بهر شو

کرېکبال وېبپاڼه: د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې ستر ګوزار ترلاسه کړ او د لوبډلې سټار الراونډر لوبغاړی شاداب خان یې د زنګون ټپ له امله له پاتې سیالیو څخه لاسه ورکړ. نوموړی به د جنوبې افریقا پر وړاندې وروستۍ او درېمه یو ورځنۍ سیالۍ کې ونه لوبېږي.

شاداب خان به همدغه راز د جنوبې افریقا پر وړاندې شل اوریزې سیالۍ هم له لاسه ورکړې. د پاکستان کریکټ بورډ د دوشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د دوی پیاوړی لیګ سپینر الراونډر لوبغاړی شاداب خان د زنګون ټپ له کبله له پاتې سیالیو څخه بهر شو.

دغه بورډ همدغه شان زیاته کړه، چې شاداب خان به لږ تر لږه تر څلورو اونیو پورې استراحت وکړې. د پاکستان د کریکټ بورډ د معلوماتو له مخې، چې شاداب خان اوس مهال د درملنې لاندې دی او ډېر ژر به نوموړی رک رمټ شي.

تر دې دمه پورې دغه بورډ دا لا نه ده څرګنده کړې، چې نوموړی به له لوبډلې سره پاتې شي او که یا هم کور ته بېرته راستون شي. د یادولو وړ ده، چې د پاکستان او سویلې افریقا کریکټ لوبډلو ترمنځ به درېمه یوه ورځنۍ (پنځوس اورېزه) سیالۍ د روانې اپرېل میاشتې په اوومه نېټه ترسره شي.

د پنځوس اورېزو سیالیو له پاېته رسېدو وروسته به سویلې افریقا او پاکستان کریکټ لوبډلې د اپرېل په لسمه نېټه د څلورو شل اورېزو لوبو لړۍ پیل کړې.

د یادولو وړ ده چې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې پاکستان بریا ترلاسه کړې وه خو په دوهمه لوبه کې که څه هم پاکستاني فخر زمان د لوبډلې لپاره سترې منډې وکړې، خو سره لدې بیا هم یادې لوبډلې د سیالې لوبډلې له لوري ټاکل شوی هدف بشپړ نه شو کړای او د هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله.

درېمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه به د دواړو لوبډلو لپاره یوه کلیدي او مهمه سیالۍ وي. هر یوې لوبډلې چې بریا ترلاسه کړه، د سیرېز جام به هماغه لوبډله ترلاسه کوي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ