فضل حق تازه څه ویلي؟ | خبریال

فضل حق تازه څه ویلي؟

کریکبال/ د افغانستان ملي لوبډلې تیز توپ اچوونکی فضل حق روپي چې اوس مهال هند کې د چنای سوپر کنګز لوبډلې لپاره د نېټ بالر په توګه تمرینات کوي، پر ټوټیټر تازه څه لیکلي.
دغه افغان لوبغاړی چې ډیر ښه راتلوونکی به ولري په تانده ځواني کې د پرمختګ ډګر ته سیخ سوی او کولای سي چې ډیر څه وکړي.
فضل حق روپي په زیړ لباس کې یو ساعت لاس کې نیولی او ځير ځیر ورته ګوري هغه د خپل پیغام د رسولو په خاطر دې انځور یو بیت هم لیکلی
ځه چې لږ حساب وکړو، ته ښکلی که زه ښکلی
زه تانه بد رنګ په څه، ته مانه په څه ښکلی
د هغه دې انځور ته مینوال هم څه څه لیکلي او د هغه مینه يې په خپله مینه بدله کړې ده صدام عیسی خیل فضل حق ته ډاډورکړی چې نه یاره ته ښکلی یې او بې غمه اوسه مسعود خان هم د ده د ښایسته ډاډ ورکړی.
فاروقي دا مهال په خپلو تمریناتو بوخت دی او کله کله پر ټویټر او نورو ټولنیزو شبکو خپل نوي انځورونه او ویډیوګانې خپروي چې خلک او د ټولنیزو رسنیو کارکوونکې هم ورسره خپله مینه شریکوي.
د افغان کرکټ لپاره نوي ځوان لوبغاړي یو ستره سرمایه کیدلای سي او په عمومي ډول دې ډول استعدادونو ته خورا لويي هیلي سته چې و به کولای سي چې د افغانستان کرکټ راتلوونکی جوړ کړي.
که څه فضل حق د افغانستان لپاره یوازي یوه لوبه کړې خو په غوره استعداد ښودلو سره يې په همدې یوه لوبه طوفان وکړ او د نړیوالو پاملرنه یې خپل ځان ته جلب کړ چې له همدې امله نوموړی د چینای سوپر کنګز لوبډلې د نېټ بالر په توګه مقرر کړل سو.
افغان کرکټ لوبډله ځوان لوبغاړو ته اړتیا لري چې دا چاره په کورني کرکټ سره کیدلای سي او هیله دا ده چې موږ د دې ځوانو استعداونو په درلودلو سره یو وخت مخه پروده او ښه لوبډله ولرو

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ