خوست: د کمال خان بند په ویاړ لوبه | خبریال

خوست: د کمال خان بند په ویاړ لوبه

کریکبال/ د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د کمال خان بند د پرانستې په ویاړ به یوه شل اوریزه لوبه د خوست ولایت کې هم ترسره سي
جزیات وایي چې د دې لوبې دوه لوبډلو لپاره د افغان کرکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړی رحمن الله ګوربز او ګلبدین نایب د لوبډل مشرانو په توګه ټاکل سوي دي.
تر دې وړاندې د کمال خان بند په ویاړ څلور او دا به یې پنځمه لوبه وي چې ترسره کیږی په مالوماتو کې ویل سوی چې دا ځل د لوبډلو نومونه بدل سوي دي.
د لوبډلو نومونه کمالخان ډیم ډیویلپرز، چې مشري يې نایب او غني بابا واټر ډیفینډرز لوبډله چې مشري يې ګوربز کوی د نایب په لوبډله کې لوبیدونکي لوبغاړي
سمیع الله شنیواری، عثمان غنی، شهزاد، حشمت الله شهیدي، وفادار مومند، خلیل ګوربز، عثمان غني، ظارخان، امیر حمزه هوتک، سیدا احمد شیرزاد. اکرام علی خیل، عبدالرحمن، فرمان الله ساپی، یمین احمدزی، نثار وحدت دي.
همدارنګه د غني بابا لوبډلې لوبغاړی
د ګوربز په مشري، اکبر علي، احسان الله جنت، نجیب الله ځدراڼ، شاهدالله کمال، شراف الدین اشرف، افتاب عالم، قیس احمد،فضل نیازی، یوسف ځاځی، ننګیالی خروټی، حسیب الله لکڼوال، ضیاالرحمن شریفي، رحمان الله ځدراڼ او داسې نور لوبغاړي
کرکټ بور د دې مالوماتو په تفصیل سره ویلي چې په خوست کې به دا شل اوریزه لوبه د راتلوونکې جمعې په ورځ ترسره سي
کمال خان بند چې د افغان ولسمشر له لوري د اوبو د مدیریت ملي ورځ د وري میاشتي په څلورمه نیټه پرانستل سو، د افغان کرکټ بورډ له لوري څلور ۲۰ اوریزه لوبې ترسره سوې چې اوس به راتلوونکې لوبه په خوست ولایت کې ترسره سي.
د هېواد د اوبو د مدیریت په برخه کې نوي خبرونه پر لاره دي او د عامه فکر جوړولو لپاره د ورزش له ډګره هم کوښښ کیږي ترڅو خلکو ته د هېواد د او یو د مدیریت ښه خبرونه ورسول سي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ