امېت مشرا د ریشاب پانټ په اړه څه وایي؟ دلته یې ولولئ | خبریال

امېت مشرا د ریشاب پانټ په اړه څه وایي؟ دلته یې ولولئ

کرېکبال: د ای پي ایل یا هندوستان غوره لیګ په تاریخ کې تر ټولو بریالی او تکړه لیګ سپینر توپ اچوونکی امېت مشرا خپل نوي ټاکل شوې لوبډلمشر (ریشاب پانټ) ته یو لړ وړاندېزونه او مشورې لري او هیله یې ښودلې ده، چې پانټ به دغه مشورې عملي کړې.

۳۸ کلن امېت مشرا د ای پي ایل له لومړي پړاو راهیسې لوبېږي او سږ کال به نوموړی په ۱۴ م پړاو کې د ډهلي کپټلز لوبډلې نوي ټاکل شوې لوبډلمشر ریشاب پانټ تر کیپتانۍ لاندې ولوبېږي.

دا چې د کرونا قضیې خورا زیاتې دي، نو له امېت مشرا څخه وپوښتل شول، چې له کرونا سره سره د دغه لیګ ترسره کېدل څه ډول ارزوئ، نوموړي په ځواب کې وویل، چې دا لیګ تېر کال په دوبۍ کې ترسره شو خو هلته د کرونا ټول تدابیر په پام کې ونیول شول که دلته یاد تدابیر له پامه وغورځول شي نو ممکن چې دا لیګ له خنډ او ځنډ سره مخ کړې.

نوموړي د کیپتان په اړه وویل، دا چې شریاس ائیر ټپې شوی دی او له امله به یې نوموړی ونشي کولی چې په دغه لیګ کې سږ کال برخه واخلي او پر ځای یې ریشاب پنټ لوبډلمشر وټاکل شو.

دا د پانټ لپاره یو ښه چانس دی چې خپله وړتیا او استعداد ښکاره کړې. نوموړی به د لومړي ځل لپاره د ډهلي کپټلز لوبډله رهبري کړې. مشرا وایي، له تېرو څلورو ـ پنځو میاشتو راهیسې زه په ریشاب پانټ کې بدلونونه وینم.

هغه صبر کول او له حوصلې کار اخیستل زده کړې دي، د هغه توپ وهنه هم اوس ځانګړې او خورا غوره ده، په پیل کې نوموړی یو څه نا ارامه لوبغاړی وه خو اوس نوموړی ډېر بدل شوی دی.

نوموړي همدغه راز ډاډ څرګند کړ او ویې ویل، چې هغه د ای پي ایل را روان پړاو لپاره په بشپړ ډول چمتو دی او کولی شي د خپلې لوبډلې په ګټه ولوبېږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ