کریکبال/ محمد نبي، راشد خان، او مجیب الرحمن هغه لوبغاړي دي چې د هند غوره لیک سیالیو ای پي ال کې د سنرایزرحیدر اباد لوبډلې په ګټه لوبیږي چې سږ کال ورسره مجیب الرحمن هم یوځای سو.
خو چلنج دا دی چې د دریو افغان ورو توپ اچوونکو په شتون کې به څوک انتخاب سي چې په دې سیالیو کې ولوبیږي سنرایزر د دریو افغان ورو توپ اچوونکو په شتون کې د نړۍ نور توپ اچوونکې هم رانیولي او د لوبو لپاره يې چمتو کړي دي.
درې واړه افغان لوبغاړي اوس د سنرایزر حیدر اباد په تمریناتي کمپ کې په تمریناتو بوخت دي دې لوبډلې پر خپله فېسبوکپاڼه د مجیب، نبي او راشد انځورونه خپاره کړي او ورته لیکلي یې دي درې ګونی ګواښ، ځکه نو يې مینوالو ویلي چې له دریو واړو لوبغاړو یو یې باید غوره سي.
د کرکت یو شمېر مبصرین وايي چې د راشد ترڅنګ د مجیب د لوبیدلو هره لوبه کې چانس زیات دی ځکه مجیب په نوي بال ښه توپ اچونه کولای سي ځکه نو د سنرایز لپاره به د یوه تیز توپ اچوونکې تشه ډکه کړي.
افغان کرکټران اوس مهال په نړیوال کرکټ کې خورا ښه نوم لري او د نړۍ په غوره لیګونو کې د ښه لوبې کولو له امله خورا ښه مشهوره دي.
د هند غوره لیک سیالیو کې مجیب وړاندې د کنګز الیون پنجاب لوبډلې په ګټه لوبیده چې سږ کال يې سنرایزر چې لاله وړاندې دوه افغان لوبغاړو شتون درلود را وستل سو، خو خپله لوبډلې ویلي چې ګواښ او چلنج دی څوک به لوبیږي.
داسې فکر کیږي چې سږ کال د محمد نبي د لوبیدلو چانس ښايي نور هم کم سي خو دا به هغه وخت مالومه سي چې لوبې پيل سي د افغانستان تکړه لوبغاړي راشد خان بیا د سنرایزر لوبډلې لپاره خپل ځای پیدا کړی او دا لوبډله خورا اړتیا ورته لري
وړاندینی مطلب