کابل کې له ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو تمریناتې کمپ پیل شو | خبریال

کابل کې له ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو تمریناتې کمپ پیل شو

په مرکز کابل کې له نولس کلنو کم عمره لوبغاړو تمریناتې کمپ پیل شو. د افغانستان کریکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دوی په کابل کې یاد تمریناتې کمپ د دې لپاره پر لاره اچولی ترڅو د لوبغاړو مهارتونو کچه لوړه کړې.

 

دغه بورډ همدغه راز زیاتوي، چې په یاد پیل شوې تمریناتې کمپ کې به لوبغاړي خپلمنځي سیالۍ هم ترسره کړې. د معلوماتو له مخې چې دغه کمپ به شاو خوا لس ورځې دوام وکړې.

 

افغان کریکټ بورډ په خپلې رسمي فېسبوکپاڼې لیکلې دي: ((د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي څانګې له لوري له نولس کلنو کم عمره لوبغاړو لپاره کابل کرکټ لوبغالي کې د مهارتونو لوړولو په موخه تمریناتي کمپ پيل شو، چې شاوخوا لس ورځې به دوام وکړي.

پدې تمریناتي کمپ کې به لوبغاړي خپلمنځي لوبې کوي چې د لوبغاړو د مهارتونو لوړولو او تجاربو زیاتوالي په موخه به د ملي د لوبډلې لوبغاړي هم ورسره ولوبیږي.

د ویلو ده، چې د پلان په اساس به د کرکټ بورډ له لوري یادو لوبغاړو ته د نورو تمریناتي کمپونو زمېنې هم برابرې شي.))

 

د دغه بورډ پر وېنا چې دوی په پام کې لري راتلونکي کې به ورته نور کمپونه هم د دغه لوبډلو لپاره پر لار واچوي. تر اوسه پورې دا نده په ډاګه شوې، چې دا کمپ به د کابل په کوم کریکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ